แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยซัรฟะรอซ

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
45 : 27

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

او مونږ ثمودیانو ته د هغوی ورور صالح له دې پیغام سره ولیږه چې د یو الله عبادت وکړئ. خو هغوی دوه دښمنې ډلې شوي[۱۸]. info

[۱۸] یو يي مؤمنه بله کافره یا يوې ډلې صالح ومنلو او بلې ډلې ونه منلو( تفسیر الماوردی).

التفاسير:

external-link copy
46 : 27

قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

صالح وویل: ای زما قومه! ولې د بدۍ په لور ځغلۍ او نیکۍ ته مو شا کړې؟ او ولې له الله نه بښنه نه غواړئ؟ ښايې چې پر تاسې رحم وشي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 27

قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟

هغوی ځواب ورکړ چې: مونږ ته او ستا ملګري په بد فال نیولي یاست. صالح وویل: بده ورځ مو د الله له لورې ده. او اصلي خبره همدا ده چې پر تاسې ازموینه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 27

وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

او په ښار کې نهه ډلې وې چې په ځمکه کې يې ورانی کاو[۱۹] او هیڅ روغ کار يې نه کاو. info

[۱۹] رهط هغې ډلې ته وايي چې له لسو نه لږ او دریو نه ډیر وي لته د نهو سړیو تعبیر په نهو ډلو ځکه شوی دی چې هر یو سړي د یوې ډلې په شان له شر نه ډک وو( البحر المحیط فی التفسیر).

التفاسير:

external-link copy
49 : 27

قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

وئي ویل: د الله په نوم سره ژمنه وکړئ چې د شپې له لورې به پر هغه او د هغه په کورنۍ یرغل کوو او بیا به يي د قوم مشرته وایو چې مونږ يي د کورنۍ په هلاکولو کې برخه من نه وو. او مونږ بیخي رښتیا وايو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 27

وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

هغوی یوه دسیسه جوړه او مونږ يي هم تدبیر ونیو او هغوی ترې خبر نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 27

فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

وګوره چې د هغوی د دسیسې پای څه شوه؟ مونږ هغوی او د هغوی ټول قوم هلاک کړل. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 27

فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

نو دا دی د ظلم له کبله يي کورونه تش او وران پراته دي. او په رښتیا چې د پوهیدونکي قوم لپاره دا یو لوی دلیل دی. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 27

وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟

او مونږ مؤمنانو او هغو کسانو ته نجات ورکړ چې له بدۍ يې ځانونه وژغورل. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 27

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟

او دلوط کیسه یاده کړه چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسې په رڼو سترګو بدۍ ته وړاندې کیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 27

اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟

ایا تاسې ښځې پریږدئ او د شهوت پوره کولو لپاره سړیو ته ورځئ. هو! تاسې د خورا ناپوهۍ کار کوئ. info
التفاسير: