แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยซัรฟะรอซ

نمل

external-link copy
1 : 27

طٰسٓ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْقُرْاٰنِ وَكِتَابٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

طس. دا د قران او څرګندوونکي کتاب ایاتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 27

هُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ

د مؤمنانو لپاره لارښوونه او زیری دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 27

الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟

د هغو لپاره چې لمونځ ودروي، زکات ورکوي او په اخرت پوره باور لري. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 27

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ زَیَّنَّا لَهُمْ اَعْمَالَهُمْ فَهُمْ یَعْمَهُوْنَ ۟ؕ

له شک نه وتلې ده چې مونږ هغو خلکو ته د هغوی کړنې ښایسته کړې دي چې په اخرت ایمان نه لري. نو ځکه لالهانده او سرګردان وي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 27

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟

او همدا خلک دي چې بد عذاب يي په برخه او په اخرت کې به خورا زیانمن وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 27

وَاِنَّكَ لَتُلَقَّی الْقُرْاٰنَ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ عَلِیْمٍ ۟

او ای محمده! په رښتیا چې تاته د قران د یوه حکیم او علیم ذات له لورې درکول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 27

اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِاَهْلِهٖۤ اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا ؕ— سَاٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ اٰتِیْكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟

او هغه وخت یاد کړه چې موسی خپلې کډې ته وویل: ما اور ولید. زه به ډير ژر تاسې ته له هغه ځای نه کوم خبر راوړم او یا به بله لمبه راوړم چې ځان پرې ګرم کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 27

فَلَمَّا جَآءَهَا نُوْدِیَ اَنْ بُوْرِكَ مَنْ فِی النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

نو چې هلته ورغی غږ وشو: مبارک دی هغه چې په اور کې [۱۶] دی او هغه چې په چاپیریال کې يې دی. او پاک دی الله چې رب د ټولو موجوداتو دی. info

[۱۶] ځینو مفسیرینو هغه چې په اور کې دي ملایک وايي او چې په چاپیریال کې يي دی موسی ښوولی او ځینو نورو يي عکس خبره کړې ده( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
9 : 27

یٰمُوْسٰۤی اِنَّهٗۤ اَنَا اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ

ای موسی! زه الله یم، پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 27

وَاَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰی لَا تَخَفْ ۫— اِنِّیْ لَا یَخَافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۗۖ

او وغورزوه خپله امسا، نو چې ويي لیده د تیز مار په شان خوزیږي شا يې واړه وله، وتښتید او شا ته يې ونه کتل. ای موسی! مه ډاریږه! زما په وړاندې پیغمبران نه ډاریږي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 27

اِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوْٓءٍ فَاِنِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

مګر یوازې هغه څوک باید وډار شي چې تیر يې کړی وي، خو که هغه هم له بدۍ وروسته نیکي خپله کړي نو زه بښونکی مهربان یم. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 27

وَاَدْخِلْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ۫— فِیْ تِسْعِ اٰیٰتٍ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟

او خپل لاس په خپل ګریوان کې ننه باسه بې له کوم عیبه به تک سپین راووځي. دا د هغو نهو نښو څخه ده چې فرعون او د هغه قوم ته څرګندیږي. بې له شکه چې هغوی ورانکاري خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 27

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ اٰیٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

نو کله چې زمونږ څرګندې او روښانه نښې هغوی ته راغلې نو ويې ویل چې: دا ښکاره جادو دی. info
التفاسير: