แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยซัรฟะรอซ

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
36 : 21

وَاِذَا رَاٰكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ یَذْكُرُ اٰلِهَتَكُمْ ۚ— وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمٰنِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟

او ای محمده!کله چې کافران تا ووینې،نو پرته له ملنډو وهلو بله اړیکه نه ساتي او وایې:ایا دا هغه سړی دی چې ستاسې خدایان یادوي؟ او کافران د مهربان خدای له یاد نه منکر دي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 21

خُلِقَ الْاِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ ؕ— سَاُورِیْكُمْ اٰیٰتِیْ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْنِ ۟

انسان تلواري پيدا شوی دی.ډير ژر به زه خپلې نښې تاسې ته وښایم تلوار مه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 21

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او وایې:دا وعده کله پوره کیږي؟که ستاسې خبره رښتیا وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 21

لَوْ یَعْلَمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا حِیْنَ لَا یَكُفُّوْنَ عَنْ وُّجُوْهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَنْ ظُهُوْرِهِمْ وَلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟

که کافرانو ته هغه وخت معلوم وای چې نه به له خپلو مخونو او نه به له خپلو څټونو اور په څنګولای شي،او نه به ورسره کومک کاوه شي.(نو هیڅکله به یې قیامت ژر نه وغوښتی). info
التفاسير:

external-link copy
40 : 21

بَلْ تَاْتِیْهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟

بلکې ناببره به پرې راشي نو هک پک به پاتې،نه به یې مخه نیوای شي او نه به څه مهلت تر لاسه کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 21

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

له تانه وړاندې هم په ډيرو پيغمبرانو ملنډې وهل شوې او ملنډ وهونکو ته د خپلو ملنډو جزا رسیدلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 21

قُلْ مَنْ یَّكْلَؤُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمٰنِ ؕ— بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

ای محمده!ووایه چې څوک به مو له رحمان نه په شپه او ورځ کې وژغوري؟ (هیڅوک نشته)خو دوی د خپل رب له یادولو نه مخ اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 21

اَمْ لَهُمْ اٰلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِّنْ دُوْنِنَا ؕ— لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَ اَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِّنَّا یُصْحَبُوْنَ ۟

ایا هغوی خدایان لري چط له مونږ نه یې وژغوري؟خدایان یې له خپلو ځانو سره لاس نشي کولی او نه ورسره زمونږ خواخوږي شته. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 21

بَلْ مَتَّعْنَا هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی طَالَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ؕ— اَفَلَا یَرَوْنَ اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— اَفَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

خو اصلي خبره همداده چې:مونږ دغو خلکو او پلرونو ته یې له اوږدې زمانې راسې ښه ژوند ورکړی. ایا نه ګوري چې مونږ ځمکه له هرې لورې راکموو؟ ایا هغوی به برلاسي شي؟ info
التفاسير: