แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยซัรฟะรอซ

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
11 : 21

وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْیَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَّاَنْشَاْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟

او مونږ څومره ډير ظالم کلي وران او په ځای مو له هغوی وروسته نور خلک را پورته کړل. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 21

فَلَمَّاۤ اَحَسُّوْا بَاْسَنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَرْكُضُوْنَ ۟ؕ

هغوی ته چې کله هم زمونږ عذاب مخ په مخ ورغلی،نو ناببره یې ترې منډه اخیستې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 21

لَا تَرْكُضُوْا وَارْجِعُوْۤا اِلٰی مَاۤ اُتْرِفْتُمْ فِیْهِ وَمَسٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُوْنَ ۟

ملایکو به ورته وویل:منډې مه وهئ،بیرته مو همغو ځایونو او کورونو ته ولاړ شئ چې تاسې پکې خورا نازول شوي واست کیدای شي چې ستاسې پوښتنه[۳]وشي. info

[۳] چې جناب څه امر او خدمت دی مونږ خدمت ته ولاړ یو.او یا دا چې کیدای شي تاسې وپوښتل شئ چې نعمتونه او مالونه مو څه شول؟څه مو پکې وکړل؟(البحر المحیط في التفسیر).

التفاسير:

external-link copy
14 : 21

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

هغوی به ویل:های زمونږ بدمرغۍ بې له شکه چې مونږ ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 21

فَمَا زَالَتْ تِّلْكَ دَعْوٰىهُمْ حَتّٰی جَعَلْنٰهُمْ حَصِیْدًا خٰمِدِیْنَ ۟

او تر هغو یې همدا چیغې وې تر څو چې مونږ د ریبلو شوو بوټو په شان د تل لپاره چپ کړل. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 21

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟

او مونږ اسمان، ځمکه او ددې دواړو په مینځ کې ټول څيزونه د لوبې په ډول نه دي پیدا کړي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 21

لَوْ اَرَدْنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّاۤ ۖۗ— اِنْ كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

که چیرې مو د لوبو اراده وای او هرو مرو مو دا کار کولای نو له خپلې لورې به مو ځانته یو څه پیدا کړي وای. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 21

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَی الْبَاطِلِ فَیَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ ؕ— وَلَكُمُ الْوَیْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ ۟

بلکې مونږ پر باطل د حق ګوزار کوو.په کاري ګوزاریې ولو او د تل لپاره له[۴]مینځه ځي.او ستاسې د وینا له کبله تاسې ته هلاکت په برخه دی. info

[۴] دمغ د دماغ هغو ویشتلو ته وایې چې زخم یې دماغ ته ورسیږي.(فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير:

external-link copy
19 : 21

وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَنْ عِنْدَهٗ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَلَا یَسْتَحْسِرُوْنَ ۟ۚ

او په اسمانونو او ځمکه کې چې څه دي ټول د الله دي. او هغه ملایکې چې له الله سره دي نه يي له عبادت نه سر غړوي او نه پکې سستي ښکاره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 21

یُسَبِّحُوْنَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لَا یَفْتُرُوْنَ ۟

شپه او ورځ پرته له دې چې ستړي شي هغه په پاکۍ ستايې. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 21

اَمِ اتَّخَذُوْۤا اٰلِهَةً مِّنَ الْاَرْضِ هُمْ یُنْشِرُوْنَ ۟

ایا په ځمکه کې یې داسې خدایان نیولي چې مړي ژوندي[۵]را پاڅوي؟ info

[۵] ـ نه هرګز یې داسې خدایان نه دي نیولي،ځکه د مړو ژوندي راپورته کولو واک یوازې له یو الله سره دی.(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
22 : 21

لَوْ كَانَ فِیْهِمَاۤ اٰلِهَةٌ اِلَّا اللّٰهُ لَفَسَدَتَا ۚ— فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟

که چیرې په ځمکه او اسمان کې پرته له الله نور خدایان وای نو د دواړو نظام به ګډوډ شوی ؤ.د عرش څښتن الله له هغه څه نه پاک دی چې مشرکان یې وایې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 21

لَا یُسْـَٔلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْـَٔلُوْنَ ۟

له الله څخه د هغه د کړنو پوښتنه نه کیږي بلکې مخلوق پوښتل کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 21

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ ۚ— هٰذَا ذِكْرُ مَنْ مَّعِیَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِیْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۙ— الْحَقَّ فَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

ایا پرته له هغه یې نور خدایان نیولي دي؟ووایه دلیل مو را وړاندې کړئ.دغه کتاب موجود دی چې زما د زمانې خلکو لپاره نصیحت دی او هغه څه هم پکې شته چې د پخوانیو قومونو لپاره نصیحت و. خو د دوی ډیر خلک له حقیقت نه ناخبره دي نو ځکه مخ اړوي. info
التفاسير: