Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

Numri i faqes:close

external-link copy
24 : 5

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَاۤ اَبَدًا مَّا دَامُوْا فِیْهَا فَاذْهَبْ اَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ ۟

وویل یو قوم د موسی –علیه السلام- له بنی اسرائیلو څخه په داسې حال کې چې کلک ولاړ وو په خلاف د حکم د خپل پیغمبر موسی –علیه السلام-: بیشکه مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ښار ته تر څو چې پدې کې دا زورور خلک موجود وي، نو -ای موسی-! لاړ شه ته او ستا رب نو تاسو دواړه جنګ وکړئ د دې زورورو خلکو سره، هر چې مونږ یو نو مونږ به په دې خپل ځای کې پاتي یو وروسته پاتي کیدوونکې د جنګ نه ستاسو سره. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 5

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِیْ وَاَخِیْ فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟

وویل موسی –علیه السلام- خپل رب ته: ای زما ربه! زما هیڅ زور او طاقت (اختیار) نشته په هیچ چا باندې مګر په خپل ځان او په خپل ورور هارون باندې، نو ای ربه ته جدايې راوله زمونږ او د هغه قوم ترمنځ چې ستا او ستا د پیغمبر د تابعدارۍ څخه وتلی دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 5

قَالَ فَاِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَیْهِمْ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۚ— یَتِیْهُوْنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠

وویل الله تعالی خپل پیغمبر موسی –علیه السلام- ته: بیشکه الله تعالی حرام کړي ننوتل دې پاکې خاورې ته په بنی اسرایلو باندې د څلویښت کالو په اندازه، په دې موده کې به دوی په صحرا کې ورک وي حیران به وي لاره به نه شي موندلی، نو ته مه خپه کیږه –ای موسی- په هغه قوم باندې چې وتونکی وي د الله تعالی له تابعدارۍ څخه، ځکه هغوی ته چې کومه سزا رسیږي هغه د هغوی د ګناهونو په وجه ده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 5

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ ابْنَیْ اٰدَمَ بِالْحَقِّ ۘ— اِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ اَحَدِهِمَا وَلَمْ یُتَقَبَّلْ مِنَ الْاٰخَرِ ؕ— قَالَ لَاَقْتُلَنَّكَ ؕ— قَالَ اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللّٰهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟

او بیان کړه –ای پیغمبره- دې یهودي حسد کوونکو ظالمانو ته قصه او حال د هغو دوو زامنو د ادم –علیه السلام-، چې هغه قابیل او هابیل وو، په رښتیا سره چې هیڅ شک پکې نشته، کله چې دواړو وړاندې کړه قرباني چې هر یو پرې الله تعالی ته ځان نزدې کاوه، نو الله تعالی د هابیل قرباني قبول کړه؛ ځکه چې هغه د تقوا خاوند و، او د قابیل قرباني يې قبوله نه کړه؛ ځکه چې هغه د تقوا والا نه و، نو قابیل د هابیل د قربانۍ قبلیدل د حسد له وجې نه نا اشنا او بد وګڼل، او ويې ويل: زه خامخا تا وژنم ای هابیله! هابیل ورته وویل: بیشکه الله تعالی د هغه چا قرباني قبلوي چې د الله تعالی نه ویریږي په عملې کولو د هغه د اوامرو سره او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 5

لَىِٕنْۢ بَسَطْتَّ اِلَیَّ یَدَكَ لِتَقْتُلَنِیْ مَاۤ اَنَا بِبَاسِطٍ یَّدِیَ اِلَیْكَ لِاَقْتُلَكَ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

که چیرې تا ماته خپل لاس رااوږد کړ چې زما وژل غواړې نو زه ستا د کار په شان کار ستاسره نه کوم، او دا زما د بزدلۍ د وجې نه، بلکې زه ویریږم د الله تعالی څخه چې پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 5

اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ تَبُوَْاَ بِاِثْمِیْ وَاِثْمِكَ فَتَكُوْنَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۚ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ

نو ورته يې وویل په داسې حال کې چې ویره ورکوونکې و: یقینا زه غواړم چې ته اخته شې په ګناه د وژلو زما په ظلم او تیرې ستا د هغو مخکنو ګناهونو سره، نو شې به ته د اور والاو څخه هغه چې د قیامت په ورځ به ورته ورننوځي، داشزا سزا ده د تیري کوونکو، او زه دا نه غواړم چې اخته شم په ګناه ستا د وژلو؛ نو زه به د اور والاو څخه شم. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 5

فَطَوَّعَتْ لَهٗ نَفْسُهٗ قَتْلَ اَخِیْهِ فَقَتَلَهٗ فَاَصْبَحَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

نو ښایسته کړو قابیل ته خپل نفس چې امر کوونکی و په بدۍ سره وژل د ورور خپل هابیل په ظلم سره نو مړ یې کړ، نو شو دا ددې په وجه د هغو خلکو څخه چې د خپل ځان نصیب یې پخپله کم کړی په دنیا او اخرت کې. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 5

فَبَعَثَ اللّٰهُ غُرَابًا یَّبْحَثُ فِی الْاَرْضِ لِیُرِیَهٗ كَیْفَ یُوَارِیْ سَوْءَةَ اَخِیْهِ ؕ— قَالَ یٰوَیْلَتٰۤی اَعَجَزْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِثْلَ هٰذَا الْغُرَابِ فَاُوَارِیَ سَوْءَةَ اَخِیْ ۚ— فَاَصْبَحَ مِنَ النّٰدِمِیْنَ ۟

نو الله يوه کاغۍ (کڼاخه) ولېږله چې د هغه په مخوکې ځمکه کېندله، ترڅو پکې مړه کاغۍ ښخه کړي، ورته وښايي چې هغه خپل ورور څنګه پټ کړي، دغه مهال د هغه ورور وويل: های زما افسوسه آيا زه دومره بې وسه شوم چې د دغې کاغۍ غوندې هم نه وم چې بله مړه کاغۍ يې پټه کړه؛ نو ما هم د خپل ورور بدن پټ کړی وای، دغه مهال هغه له پښېمانه کېدونکو څخه شو.
info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• مخالفة الرسل توجب العقاب، كما وقع لبني إسرائيل؛ إذ عاقبهم الله تعالى بالتِّيه.
د پیغمبرانو مخالفت کول د عذاب سبب کیږي، لکه څرنګه چې د بنی اسرایلو سره شوي وو؛ کله چې الله تعالی هغوی ته سرګردانۍ سره عذاب ورکړو. info

• قصة ابني آدم ظاهرها أن أول ذنب وقع في الأرض - في ظاهر القرآن - هو الحسد والبغي، والذي أدى به للظلم وسفك الدم الحرام الموجب للخسران.
د ادم –علیه السلام- د دوو زامنو د قیصې څخه ښکاره دا معلومیږي چې اوله ګناه چې په ځمکه کې شوې- په قران کې چې ښکاره ذکر شوې- هغه کینه او تیرې دی، چې د دې دواړو په وجه یې ظلم وکړ او حرامه وینه یې توی کړه چې دا د تاوان سبب دی. info

• الندامة عاقبة مرتكبي المعاصي.
پښیمانتیا د ګناهګار سړي اخري انجام دی. info

• أن من سَنَّ سُنَّة قبيحة أو أشاع قبيحًا وشجَّع عليه، فإن له مثل سيئات من اتبعه على ذلك.
چاچې غلطه طریقه کیښوده او یا یې غلطه طریقه خپره کړه او هغې ته یې خلک وهڅول، نو د هغه لپاره د هغه چا په شان ګناه ده چې د دې تابعداري يې وکړه. info