Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

Numri i faqes:close

external-link copy
10 : 5

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟

او هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی، او تکذیب یې کړی د هغه په آیتونو، نو دغه کسان چې دي هم دوی خاوندان د اور دي ورننوځي به هغه ته دا سزا ده د دوی لپاره د دوی د کفر او تکذیب په وجه، همیشه به وي په دې اور کې لکه څرنګه چې ملګری د ملګري سره همیشه وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ هَمَّ قَوْمٌ اَنْ یَّبْسُطُوْۤا اِلَیْكُمْ اَیْدِیَهُمْ فَكَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟۠

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې هغه نعمتونه چې الله تعالی په تاسو باندې کړي د امن څخه او د غورځولو د ویرې نه په زړونو د دښمنانو ستاسو کې کله چې هغوی دا قصد کړی و چې خپل لاسونه تاسو ته رااوږده کړي د دې لپاره چې په تاسو حمله وکړي او تاسو له منځه یوسي، نو پس الله تعالی واړول هغوی ستاسو څخه او تاسو یې د هغوی څخه بچ کړئ، نو وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، او خاص یوازې په الله تعالی دې باور وکړي مومنان په حاصلولو د خپلو دینې او دنیوي مصلحتونو کې. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 5

وَلَقَدْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۚ— وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَیْ عَشَرَ نَقِیْبًا ؕ— وَقَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مَعَكُمْ ؕ— لَىِٕنْ اَقَمْتُمُ الصَّلٰوةَ وَاٰتَیْتُمُ الزَّكٰوةَ وَاٰمَنْتُمْ بِرُسُلِیْ وَعَزَّرْتُمُوْهُمْ وَاَقْرَضْتُمُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّاُكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَلَاُدْخِلَنَّكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟

او بیشکه الله تعالی مضبوط لوظ اخیستی و د بنی اسرایلو څخه په هغه څه چې نزدې به د هغه بیان راشي، او په دوی باندې یې دولس مشران مقرر کړي وو، هر یو مشر څارونکی و د خپلو ما تحتو خلکو، او وویل الله تعالی بني اسرائیلو ته: بیشکه زه ستاسو سره یم په اعتبار د نصرت او تایید کله چې تاسو لمونځ په پوره طریقې سره ادا کوئ، او ورکوئ زکاتونه د خپلو مالونو، او ایمان راوړئ زما په ټولو پیغمبرانو په غیر د جدائې راوستلو نه د دوی ترمنځ، او د هغوی احترام وکړئ، او د هغوی مرسته او مدد وکړئ، او د خیر په ټولو لارو کې خپل مالونه خرچ کړئ، نو کله چې تاسو دا ټول کارونه وکړل نو زه به خامخا ورژوم ستاسو څخه ګناهونه ستاسو هغه چې تاسو کړي دي، او خامخا داخل به کړم تاسو جنتونو ته چې بهیږي به لاندې د قصرونو د هغو ویالې (نهرونه)، نو چا چې کفر وکړ وروسته د اخیستلو د دې مضبوط لوظ نه په هغه باندې نو یقینا دی د پوهې سره په قصدي توګه د حق د لارې نه لرې شو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 5

فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ لَعَنّٰهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوْبَهُمْ قٰسِیَةً ۚ— یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ ۙ— وَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۚ— وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلٰی خَآىِٕنَةٍ مِّنْهُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

نو په سبب د ماتولو د دوی هغه لوظ لره چې د دوی څخه اخیستل شوی و؛ مونږ وشړل دوی د خپل رحمت څخه، او ومو ګرځول زړونه د دوی سخت كلك چې هیڅ خیر ورته نه شي رسیدلی، او هیڅ نصیحت او وعظ ورته فایده نه شي رسولی، اړوي دوی کلمې د خپلو ځایونو څخه په بدلولو د الفاظو د هغو، او په بدلولو دمعناګانو د هغوی هغه طرف ته چې د هغوی د خواهشاتو سره مناسب وي، او پری یې ښوده عمل کول په ځیني هغه څه باندې چې دوی ته پرې پند ورکړی شوی و، او تل به یې ته –ای پیغمبره- چې معلوموي (خبریږې) به د دوی څخه په یو خیانت د الله تعالی سره او د هغه د مومنانو بندګانو سره، مګر لږ د دوی نه چې پوره والی یې کړی په هغه لوظ چې د دوی څخه اخیستل شوی و، نو ته عفوه وکړه دوی ته او دوی مه رانیسه، او مخ واړوه له دوی څخه؛ ځکه چې دا د احسان کولو څخه دي، او بیشکه الله تعالی احسان کوونکي خوښوي. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• من عظيم إنعام الله عز وجل على النبي عليه الصلاة والسلام وأصحابه أن حماهم وكف عنهم أيدي أهل الكفر وضررهم.
د الله تعالی د لویو نعمتونو څخه په محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه په ملګرو دا دي چې دوی یې وساتل او د دوی څخه یې د کافرانو لاسونه بندکړل او د هغوی ضرر یې ترې بند کړ. info

• أن الإيمان بالرسل ونصرتهم وإقامة الصلاة وإيتاء الزكاة على الوجه المطلوب، سببٌ عظيم لحصول معية الله تعالى وحدوث أسباب النصرة والتمكين والمغفرة ودخول الجنة.
بیشکه په پیغمبرانو باندې ایمان راوړل او د هغوی مرسته او مدد کول او ادا کول د لمانځه او ورکول د زکات په سم ډول سره، لوی سبب دی د الله تعالی د دوستۍ د حاصلولو او د پیدا کېدو د اسبابو د نصرت او په ځمکه کې د طاقت او د بخښنې او د ننوتلو جنت ته. info

• نقض المواثيق الملزمة بطاعة الرسل سبب لغلظة القلوب وقساوتها.
ماتول د هغو لوظونو چې پیوست وي د پیغمبرانو په طاعت پورې سبب دی د سختۍ د زړونو . info

• ذم مسالك اليهود في تحريف ما أنزل الله إليهم من كتب سماوية.
بدي بیانول د طریقو د یهودو په بدلولو د هغه څه کې چې الله تعالی رالیږلي د اسماني کتابونو څخه. info