വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
46 : 18

اَلْمَالُ وَالْبَنُوْنَ زِیْنَةُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ اَمَلًا ۟

دا مال او زامن خو د دنيايي ژوند ښكلا ده او پايښت لرونكې نېكۍ ستا له رب سره هم په ثواب كې غوره دي او هم د هيلې له پلوه. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 18

وَیَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً ۙ— وَّحَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ اَحَدًا ۟ۚ

او هغه ورځ چې غرونه وخوځوو او زمكه لغړه ووينې او دوى (ټول) داسې راغونډ كړو چې له هغو نه يو هم پرېنږدو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 18

وَعُرِضُوْا عَلٰی رَبِّكَ صَفًّا ؕ— لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؗ— بَلْ زَعَمْتُمْ اَلَّنْ نَّجْعَلَ لَكُمْ مَّوْعِدًا ۟

او (ټول به) ستا د رب حضور ته كتار كتار وړاندې كړى شي، دا دى تاسو خو داسى راته راغلئ لكه ړومبى ځل مو چې پيدا كړي وئ، بلكې تاسو لا داسې ګڼلې وه چې د وعدې هېڅ وخت به درته ونه ټاكو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 18

وَوُضِعَ الْكِتٰبُ فَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا فِیْهِ وَیَقُوْلُوْنَ یٰوَیْلَتَنَا مَالِ هٰذَا الْكِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصٰىهَا ۚ— وَوَجَدُوْا مَا عَمِلُوْا حَاضِرًا ؕ— وَلَا یَظْلِمُ رَبُّكَ اَحَدًا ۟۠

او (د عمل) كتاب به كېښودل شي نو ته به مجرمان ګورې چې له هغه څه نه وېرېدونكي دي، كوم چې په هغه (كتاب) كې دي او وايي به هاى زموږ بده بخته دا څنګه ليكنه ده چې (زموږ) وړه او غټه يې بې شمېرلو نه ده پريښې، او څه يې چې كړي وو حاضر به يې ومومي او ستا رب په هېچا ظلم نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 18

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ ؕ— اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ ؕ— بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا ۟

او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو له ابليس پرته ټولو سجده وكړه، هغه له پېريانو و نو (ځكه) د خپل رب له حكمه ووت، نو آيا اوس تاسو هغه او ځوځات يې له ما پرته خپل واكمنان جوړوئ حال دا چې هغوى مو غليمان دي، هغه د ظالمانو لپاره ناوړه بدل دى. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 18

مَاۤ اَشْهَدْتُّهُمْ خَلْقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَا خَلْقَ اَنْفُسِهِمْ ۪— وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّیْنَ عَضُدًا ۟

هغوى مې نه د اسمانو او زمكې پيدا كولو وخت كې حاضر كړي وو او نه مې خپله د دوى په پيدا كولو كې (شريک كړي وو) او نه داسې بې لاره كوونكي خپل مرستيالان نيسم. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 18

وَیَوْمَ یَقُوْلُ نَادُوْا شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ مَّوْبِقًا ۟

او هغه ورځ چې (الله) ووايي: (اوس) راوبلئ هغه چې ما سره مو شريكان ګڼلي وو، نو دوى به يې راوبلي خو هغوى به ځواب ورنكړي او موږ به د دوى ترمنځ د هلاكت يوه كنده منځ ته راوړو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 18

وَرَاَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ فَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مُّوَاقِعُوْهَا وَلَمْ یَجِدُوْا عَنْهَا مَصْرِفًا ۟۠

او دا مجرمان به هغه اور وويني نو يقين به يې راشي چې دوى حتماً پكې ورغورځېدونكي دي او له هغه د اړخ ته كېدو څه لورى به ونه مومي. info
التفاسير: