വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
98 : 18

قَالَ هٰذَا رَحْمَةٌ مِّنْ رَّبِّیْ ۚ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّیْ جَعَلَهٗ دَكَّآءَ ۚ— وَكَانَ وَعْدُ رَبِّیْ حَقًّا ۟ؕ

(ذوالقرنين) وويل: دا زما د رب له خوا يوه مهرباني ده، نو كله چې زما د رب وعده راشي نو دا به هوار ميده ميده كړي او زما د رب وعده رښتينې ده. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 18

وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ یَّمُوْجُ فِیْ بَعْضٍ وَّنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَجَمَعْنٰهُمْ جَمْعًا ۟ۙ

او په هغه ورځ به خلک پرېږدو چې (د څپو په څېر) يو بل كې سره ګډ شي او شپېلۍ به پو كړى شي نو ټول به (يو ځاى) راغونډ كړو. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 18

وَّعَرَضْنَا جَهَنَّمَ یَوْمَىِٕذٍ لِّلْكٰفِرِیْنَ عَرْضَا ۟ۙ

او په هماغه ورځ به كافرانو ته جهنم ورمخې ته كړو. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 18

١لَّذِیْنَ كَانَتْ اَعْیُنُهُمْ فِیْ غِطَآءٍ عَنْ ذِكْرِیْ وَكَانُوْا لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَمْعًا ۟۠

هغوى چې زما له ياده (نصيحته) يې سترګې په پردو كې وې او (حق خبره يې) اورېدلى هم نه شوه. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 18

اَفَحَسِبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ یَّتَّخِذُوْا عِبَادِیْ مِنْ دُوْنِیْۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ نُزُلًا ۟

نو آيا هغه خلک چې كافر شوي دا ګومان کوي چې له ما پرته زما بندګان خپل ملګري (معبودان) ونيسي؟ د دغه شان كافرانو د مېلمستيا لپاره مو جهنم تيار كړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 18

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْاَخْسَرِیْنَ اَعْمَالًا ۟ؕ

ورته ووايه: چې آيا په عمل كې تر ټولو تاواني خلک دروښيم؟ info
التفاسير:

external-link copy
104 : 18

اَلَّذِیْنَ ضَلَّ سَعْیُهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَهُمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ یُحْسِنُوْنَ صُنْعًا ۟

هغوى (دي) چې په دنيايي ژوند كې يې ټولې هڅې بې لارې شوې دي خو دا ګومان كوي چې دوى ښه كارونه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 18

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَلِقَآىِٕهٖ فَحَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِیْمُ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَزْنًا ۟

دا هغه كسان دي چې د خپل رب له آيتونو او هغه سره مخامېدلو نه منكر شول او ټول عملونه يې عبث لاړل نو موږ به هغوى ته د قيامت په ورځ څه وزن ورنكړو. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 18

ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوْا وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَرُسُلِیْ هُزُوًا ۟

(خبره) دا ده چې سزا د دوی جهنم ده، په دې چې كافر شوي او زما پر آيتونو او رسولانو يې ملنډې وهلې دي. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 18

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنّٰتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ۟ۙ

يقيناً هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 18

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا لَا یَبْغُوْنَ عَنْهَا حِوَلًا ۟

تل به پكى اوسېدونكي وي، هېڅكله به له هغه ځايه بدلېدل ونه غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 18

قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّیْ وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا ۟

ووايه: كه چېرې سمندر زما د رب د خبرو سياهي شي نو هغه به هم ختمه شي، له هغه مخكې چې زما د رب خبرې پاى ته ورسېږي، كه څه هم همدومره ورسره نوره كومكي راوړو. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 18

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَمَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ رَبِّهٖ فَلْیَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَّلَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا ۟۠

ووايه: خبره دا ده چې زه خو ستاسو په شان يو انسان يم، ماته وحى شوې چې بې شكه ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هر څوک چې له خپل رب سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې بل هېڅوك نه شريكوي. info
التفاسير: