വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
75 : 18

قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

هغه وويل: ما نه وو درته ويلي چې ته ما سره صبر نه شې كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 18

قَالَ اِنْ سَاَلْتُكَ عَنْ شَیْ بَعْدَهَا فَلَا تُصٰحِبْنِیْ ۚ— قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَّدُنِّیْ عُذْرًا ۟

موسىٰ -علیه السلام- وويل: كه له دې وروسته مې په څه كې وپوښتلې نو بيا مې مه ملګرى كوه، اوس خو زما له خوا عذر درته ورسېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَیَاۤ اَهْلَ قَرْیَةِ ١سْتَطْعَمَاۤ اَهْلَهَا فَاَبَوْا اَنْ یُّضَیِّفُوْهُمَا فَوَجَدَا فِیْهَا جِدَارًا یُّرِیْدُ اَنْ یَّنْقَضَّ فَاَقَامَهٗ ؕ— قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَیْهِ اَجْرًا ۟

بيا روان شول، تر دې چې د يوه كلي خلكو ته ورسېدل، او د هغه ځاى له خلكو يې خواړه وغوښتل خو هغوى يې له مېلمه كولو ډډه وكړه، بيا يې (هلته) يو دېوال پكې وليد چې غورځېدو ته چمتو و، نو هغه يې نېغ كړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: كه تا غوښتي واى، په دې به دې مزدوري اخيستې وه. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 18

قَالَ هٰذَا فِرَاقُ بَیْنِیْ وَبَیْنِكَ ۚ— سَاُنَبِّئُكَ بِتَاْوِیْلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟

(خضر -عليه السلام-) ووېل: همدا زما او ستا ترمنځ بېلتون دى، اوس به دې د هغو خبرو په حقيقت خبر كړم چې تا صبر نه شو پرې كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 18

اَمَّا السَّفِیْنَةُ فَكَانَتْ لِمَسٰكِیْنَ یَعْمَلُوْنَ فِی الْبَحْرِ فَاَرَدْتُّ اَنْ اَعِیْبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُمْ مَّلِكٌ یَّاْخُذُ كُلَّ سَفِیْنَةٍ غَصْبًا ۟

هر چې بېړۍ (کښتۍ) ده، نو د څو كسو مسكينانو وه چې په سمندر كې يې كار كولو نو ما وغوښتل چې عيب جنه يې كړم او ترې وړاندې يو پاچا و چې هره بېړۍ به يې په زور اخيستله. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 18

وَاَمَّا الْغُلٰمُ فَكَانَ اَبَوٰهُ مُؤْمِنَیْنِ فَخَشِیْنَاۤ اَنْ یُّرْهِقَهُمَا طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۟ۚ

او هر چې هلک و، نو مور او پلار يې مومنان وو، موږ پرې وډارېدو چې (هسې به مور او پلار) سركښۍ او كفر ته ورټېل وهي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 18

فَاَرَدْنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَیْرًا مِّنْهُ زَكٰوةً وَّاَقْرَبَ رُحْمًا ۟

نو ومو غوښتل چې رب يې په بدل كې له هغه ډېر پاک او په صله رحمۍ كې لا ښه اولاد وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 18

وَاَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلٰمَیْنِ یَتِیْمَیْنِ فِی الْمَدِیْنَةِ وَكَانَ تَحْتَهٗ كَنْزٌ لَّهُمَا وَكَانَ اَبُوْهُمَا صَالِحًا ۚ— فَاَرَادَ رَبُّكَ اَنْ یَّبْلُغَاۤ اَشُدَّهُمَا وَیَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا ۖۗ— رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ۚ— وَمَا فَعَلْتُهٗ عَنْ اَمْرِیْ ؕ— ذٰلِكَ تَاْوِیْلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟ؕ۠

او هر چې دېوال دی، نو هغه د دوو يتيمانو دی په دې ښار كې، چې تر لاندې د هغوى خزانه ده او د دوى پلار يو ښه سړى و، نو ستا رب وغوښتل چې (كله) دوى ځوانۍ ته ورسيږي نو خپله خزانه به راوباسي، دا ستا د رب په رحمت سره (شوي دي) او ماله ځانه څه نه دي كړي، دا و د هغو كارونو حقيقت چې تا پرې صبر ونه شو كړاى. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 18

وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ ؕ— قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًا ۟ؕ

او له تانه د ذوالقرنين په هكله پوښتنه کوي، ورته وايه زه به يې څه حال درته واوروم. info
التفاسير: