വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
35 : 18

وَدَخَلَ جَنَّتَهٗ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— قَالَ مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖۤ اَبَدًا ۟ۙ

او خپل باغ ته ننوتلو په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، وېلې: زه خو ګومان نه كوم چې دا به كله هم پناه شي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 18

وَّمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّدِدْتُّ اِلٰی رَبِّیْ لَاَجِدَنَّ خَیْرًا مِّنْهَا مُنْقَلَبًا ۟ۚ

او ګومان نه كوم چې قيامت دې راتلونكى وي او خامخا كه خپل رب ته ورستون كړى شوم نو حتماً به له دې هم لاغوره ځاى بيا مومم. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 18

قَالَ لَهٗ صَاحِبُهٗ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَكَفَرْتَ بِالَّذِیْ خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوّٰىكَ رَجُلًا ۟ؕ

ملګري يې په خبرو اترو كې ورته وويل: آيا له هغه ذاته منكر شوې چې ته يې له خاورې بيا له نطفې پيدا او وروسته يې سم روغ سړى جوړ كړې. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 18

لٰكِنَّاۡ هُوَ اللّٰهُ رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟

لیکن هماغه الله زما پالونکی دی، او خپل پالونکي سره هېڅوک هم نه شریکوم. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 18

وَلَوْلَاۤ اِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللّٰهُ ۙ— لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّٰهِ ۚ— اِنْ تَرَنِ اَنَا اَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ۚ

او كله چې ته خپل باغ ته ننوتې، ولې دې ونه ويل: ما شاء الله د الله نه پرته بل ځواک نشته، كه ته مې لا هم په مال او اولاد كې له ځانه كم ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 18

فَعَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِكَ وَیُرْسِلَ عَلَیْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِیْدًا زَلَقًا ۟ۙ

نو لرې نه ده چې رب مې ستا له باغه ماته غوره څه راكړي او (ستا) په هغه له اسمانه كوم آفت راكوز كړي چې ښویه ميدان وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 18

اَوْ یُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِیْعَ لَهٗ طَلَبًا ۟

يا يې اوبه (په زمكه) ډوبې شې او بيا يې په هېڅ شان ونه لټولاى شې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 18

وَاُحِیْطَ بِثَمَرِهٖ فَاَصْبَحَ یُقَلِّبُ كَفَّیْهِ عَلٰی مَاۤ اَنْفَقَ فِیْهَا وَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا وَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟

او (همداسې وشول) مېوه يې (ټوله) تباه شوه نو سبا يې په هغه لګښت لاسونه مروړل چې په هغه يې كړى و، او هغه (باغ) په خپلو څپرو باندې نسكور غورځېدلى و، ويلې ارمان چې له خپل رب سره مې څوک شريک نه وى ګڼلى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 18

وَلَمْ تَكُنْ لَّهٗ فِئَةٌ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا ۟ؕ

او (بيا نو) د ده كومه داسې ډله نه وه چې مرسته يې كړې واى او نه يې خپله د ځان څه مرسته كولى شوه. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 18

هُنَالِكَ الْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّ ؕ— هُوَ خَیْرٌ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ عُقْبًا ۟۠

دلته نو ټوله واكمني الله لره ثابته شوه، هماغه (الله) هم په ثواب (وركولو) كې غوره دى او هم په انجام كې. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 18

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ فَاَصْبَحَ هَشِیْمًا تَذْرُوْهُ الرِّیٰحُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقْتَدِرًا ۟

او دوى ته د دنيايي ژوند مثال بيان كړه، لكه له اسمانه چې اوبه راتويې كړو نو په دې سره د زمكې شنيلي سره ګډ شي (له ګڼوالي) او بيا سبا وچ خلي خځلې شي چې بادونه يې الوځوي او الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير: