Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz

Lambar shafi:close

external-link copy
18 : 17

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلٰىهَا مَذْمُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟

څوک چې سملاسې ګټه غواړي مونږ په دنیا کې هغه څه همدلته ژر ورکوو چې زمونږ ورته خوښه وشي. بیا مو جهنم ورته تیار کړی دی چې ملامته او له ټولو مهربانیو بې برخې به ورننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 17

وَمَنْ اَرَادَ الْاٰخِرَةَ وَسَعٰی لَهَا سَعْیَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ كَانَ سَعْیُهُمْ مَّشْكُوْرًا ۟

او څوک چې د اخرت هیله من وي او د لاس ته راوړلو لپاره يې ټولې اړونده هلې ځلې وکړي او ایمان ورسره وي. نو د دا وړ خلکو هلې ځلې منلې شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 17

كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَهٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ ؕ— وَمَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا ۟

مونږ له هرې ډلې سره لاس کوو. له دنیاوالاو او له اخرت والاو دواړو سره ستا د رب له لورې لورینه کیږي. او ستا د رب لورینه هیڅوک نه شي منع کولی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 17

اُنْظُرْ كَیْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— وَلَلْاٰخِرَةُ اَكْبَرُ دَرَجٰتٍ وَّاَكْبَرُ تَفْضِیْلًا ۟

وګوره چې مونږ څرنګه دلته یو پر بل غوره کړي دي؟ او د اخرت درجې یو له بل نه خورا ډیرې لويې، او ډیرې غوره دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 17

لَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُوْمًا مَّخْذُوْلًا ۟۠

له الله سره بل څوک معبود مه نیسه که نه نو پړ او بې ملاتړه به پاتې شې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 17

وَقَضٰی رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ؕ— اِمَّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ اَحَدُهُمَاۤ اَوْ كِلٰهُمَا فَلَا تَقُلْ لَّهُمَاۤ اُفٍّ وَّلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَّهُمَا قَوْلًا كَرِیْمًا ۟

اوستا رب پریکړه کړې ده چې: پرته له هغه نه د بل هیچا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلن کوئ. که له هغوی نه یو یا دواړه زړښت ته ورسیږي. نو اف[۴] هم ورته وايې. او مه يې رټئ او خورا نرمې او مهرباني خبرې ورته کوئ. info

[۴] داسې خبره باید ونه کړئ چې هغوی پرې وزوریږي ان که د (اف) غوندي وړه خبره هم وي( معارف القران) .

التفاسير:

external-link copy
24 : 17

وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیٰنِیْ صَغِیْرًا ۟ؕ

د ډیرې مهربانۍ لپاره ورته د ماتې او تسلیمی ورزونه کاږه او همیشه ورته دعاء غواړه چې پروردګاره! پر هغوی رحم وکړه څنګه يې چې په کوچنیوالي کې زه په مهربانۍ سره لوی کړیم یم. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 17

رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا فِیْ نُفُوْسِكُمْ ؕ— اِنْ تَكُوْنُوْا صٰلِحِیْنَ فَاِنَّهٗ كَانَ لِلْاَوَّابِیْنَ غَفُوْرًا ۟

ستاسې رب ښه پوهیږي چې په زړونو کې مو څه دي؟ نو که تاسې نیکان یاست نو ډاډه اوسئ چې الله پاک د هغه په لور ګرځیدونکو ته ښه بښونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 17

وَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰی حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِیْرًا ۟

د خپل مسکین او مسافر حق ورکړه او بې ځایه لګښت مه کوه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 17

اِنَّ الْمُبَذِّرِیْنَ كَانُوْۤا اِخْوَانَ الشَّیٰطِیْنِ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِرَبِّهٖ كَفُوْرًا ۟

په دې کې شک نشته چې بې ځایه لګښت کوونکی د شیطانانو وروڼه دي د شیطان د خپل رب شکر نه دی پر ځای کړی. info
التفاسير: