Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz

Lambar shafi:close

external-link copy
87 : 17

اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا ۟

خو دا ستا د رب رحمت دی او بې شکه چې د هغه مهرباني پر تا ډیره زیاته ده. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 17

قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَاْتُوْنَ بِمِثْلِهٖ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا ۟

او ای محمده! ووایه که ټول انسانان او پیریان په دې کې یو شي چې قران ته ورته بل قران راوړي. نو راوړای يې نه شي که څه هم یو تر بل پوره لاسونه سره ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 17

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟

او مونږ په دې قران کې خلکو ته هر ډول مثالونه وړاندې کړل خو ډيرو خلکو پرته له ناشکرۍ بل عکس العمل ونه ښود. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 17

وَقَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْاَرْضِ یَنْۢبُوْعًا ۟ۙ

او وايې چې: محمده! مونږ به تر هغو په تا ایمان رانه وړو تر څو مونږ ته له ځمکې نه چینې ونه خوټوي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 17

اَوْ تَكُوْنَ لَكَ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهٰرَ خِلٰلَهَا تَفْجِیْرًا ۟ۙ

او یا ستا لپاره د خرما او انګورو یو باغ پیدا او ته پکې ښې ویالې وبیوې. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 17

اَوْ تُسْقِطَ السَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَیْنَا كِسَفًا اَوْ تَاْتِیَ بِاللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ قَبِیْلًا ۟ۙ

او یا پر مونږ د خپلې وعدې او وینا مطابق اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوي او یا لله او ملایکي مونږ ته مخامخ راولې. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 17

اَوْ یَكُوْنَ لَكَ بَیْتٌ مِّنْ زُخْرُفٍ اَوْ تَرْقٰی فِی السَّمَآءِ ؕ— وَلَنْ نُّؤْمِنَ لِرُقِیِّكَ حَتّٰی تُنَزِّلَ عَلَیْنَا كِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ ؕ— قُلْ سُبْحَانَ رَبِّیْ هَلْ كُنْتُ اِلَّا بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟۠

او یا دسرو زرو یوه برخه ولري او یاسمان ته وخیژې. او یوازې اسمان ته ختل دې هم نه منو ترڅو ته په مونږ هر یوه یو کتاب نازل نه کړې. چې مونږ يي ولولو. ای محمده! ووایه: پاک دی زما پروردګار ایا زه پرته له یو لیږل شوي انسان نه بل څه یم؟ info
التفاسير:

external-link copy
94 : 17

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰۤی اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَبَعَثَ اللّٰهُ بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟

او کله چې خلکو ته هدایت راغی نو یوازې یوي خبرې له ایمان راوړلو نه منع کړې وو چې ویل به يي ایا الله زمونږ په شان یو انسان رسول رالیږلی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
95 : 17

قُلْ لَّوْ كَانَ فِی الْاَرْضِ مَلٰٓىِٕكَةٌ یَّمْشُوْنَ مُطْمَىِٕنِّیْنَ لَنَزَّلْنَا عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَلَكًا رَّسُوْلًا ۟

ای محمده! ووایه که چیري ملایکي په ځمکه کې په ارام سره ګرځيدای نو مونږ به دوی ته هم د اسمان له لورې ملایکه د رسول په توګه لیږلې وه. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 17

قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟

او ووایه چې زمونږ او ستاسې په میځ کې الله د شاهد په توګه بس دی. هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او هر څه يې ویني. info
التفاسير: