Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
16 : 3

اَلَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اِنَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ۟ۚ

هغوى چې وايى: ای زموږ ربه! بېشكه موږ ايمان راوړى نو زموږ ګناهونه راته و بخښه او د اور له عذابه مو وساته. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 3

اَلصّٰبِرِیْنَ وَالصّٰدِقِیْنَ وَالْقٰنِتِیْنَ وَالْمُنْفِقِیْنَ وَالْمُسْتَغْفِرِیْنَ بِالْاَسْحَارِ ۟

همدوی صابران، رښتيني، غاړه اېښودونكي، خيرات وركوونكي او په سهارونو كى بخښنه غوښتونكي خلك دي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 3

شَهِدَ اللّٰهُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۙ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَاُولُوا الْعِلْمِ قَآىِٕمًا بِالْقِسْطِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ؕ

الله په خپله د دې خبرې شاهدي وېلې ده چې له هغه پرته بل هېڅوک مستحق د عبادت نشته او پرښتې او ټول اهل علم هم په ريښتينې او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي چې له هغه زورور با حكمته څخه پرته په واقع كې هېڅ بل لایق د عبادت نشته. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 3

اِنَّ الدِّیْنَ عِنْدَ اللّٰهِ الْاِسْلَامُ ۫— وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَاِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

بېشکه الله ته منلى دين اسلام دى او د اهل كتابو مخالفت خو د خپل منځي ضد له امله يوازې له هغه وروسته و چې علم ورته راغى او څوك چې د الله له اّيتونو منكر شي نو بېشكه الله ډېر زر حساب والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 3

فَاِنْ حَآجُّوْكَ فَقُلْ اَسْلَمْتُ وَجْهِیَ لِلّٰهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ ؕ— وَقُلْ لِّلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَالْاُمِّیّٖنَ ءَاَسْلَمْتُمْ ؕ— فَاِنْ اَسْلَمُوْا فَقَدِ اهْتَدَوْا ۚ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟۠

اوس كه داخلك له تا سره شخړه وكړي، نو دوی ته ووايه : ما او زما پيروانو خو د الله پر وړاندې د تسليمۍ سر ښكته كړی دى. او له اهل كتابو او غير اهل كتابو (مشركانو) دواړو څخه پوښتنه وكړه: آيا تاسي هم د هغه اطاعت او بندګي منلې ده؟ كه يې منلې وه نو سمه لار يې وموندله، او كه يې ورڅخه مخ اړولى؛ نو پر تا يوازې د پېغام رسولو مسؤوليت و، نور الله په خپله د خپلو بندګانو د چارو ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَیَقْتُلُوْنَ النَّبِیّٖنَ بِغَیْرِ حَقٍّ ۙ— وَّیَقْتُلُوْنَ الَّذِیْنَ یَاْمُرُوْنَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ ۙ— فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

كوم خلك چې د الله د حكمونو او لارښوونو له منلو څخه انكار كوي او (د هغه) پېغمبران په ناحقه وژني او داسې خلك هم وژني چې په عدل کولو امر کوي، نو هغو ته د دردناك عذاب زيرى وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 3

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

دا هماغه خلک دي چې په دنيا او اّخرت كې يې عملونه برباد شوي دي او د دوى لپاره څوك مرستندويان نشته. info
التفاسير: