Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
122 : 3

اِذْ هَمَّتْ طَّآىِٕفَتٰنِ مِنْكُمْ اَنْ تَفْشَلَا ۙ— وَاللّٰهُ وَلِیُّهُمَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

كله چې له تاسو نه دوو قبيلو د بې زړه توب قصد وكړ حال دا چې الله يې مرستندوى و او مؤمنان دې پر الله بروسه وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 3

وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ بِبَدْرٍ وَّاَنْتُمْ اَذِلَّةٌ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او الله په بدركې (هم) مرسته درسره كړې وه، هغه مهال چې كمزوري وئ نو الله نه وويږئ، ترڅو يې شكر پرځاى كړئ. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 3

اِذْ تَقُوْلُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ اَلَنْ یَّكْفِیَكُمْ اَنْ یُّمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلٰثَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُنْزَلِیْنَ ۟ؕ

كله چې تا مومنانو ته ويل: ايا دا مو بس نه ده چې رب مو په دريو زرو رالېږليو ملايكو مرسته وكړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
125 : 3

بَلٰۤی ۙ— اِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا وَیَاْتُوْكُمْ مِّنْ فَوْرِهِمْ هٰذَا یُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُسَوِّمِیْنَ ۟

ولې نه، كه صبر او تقوى وكړئ او هغوى دا اوس درباندې راشي نو رب به مو په پنځو زرو نښانمنو ملايكو مرسته وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 3

وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی لَكُمْ وَلِتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُكُمْ بِهٖ ؕ— وَمَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ

او دا (د ملايكو راتګ) يې نه و ګرځولى تاسو ته مگر يو زېرى او چې زړونه مو پرې ډاډه شي، حال دا چې مرسته د ځېرك برلاسي الله نه پرته، له بلې خوا نشته. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 3

لِیَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْ یَكْبِتَهُمْ فَیَنْقَلِبُوْا خَآىِٕبِیْنَ ۟

ترڅو د كافرانو يو لورى غوڅ يا خوارو زار كړي او نا مراده بيرته وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 3

لَیْسَ لَكَ مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ اَوْ یُعَذِّبَهُمْ فَاِنَّهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

(اى پېغمبره !) د فيصلې په واكمنۍ كښې ستا څه برخه نشته، دالله واك دى كه يې خوښه شي و به يې بخښي او كه وغواړي په سزا به يې ورسوي؛ ځكه چې هغوى تيری كوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 3

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

او الله لره دي څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، چاته چې وغواړي بخښي يې او چاته چې وغواړي په عذابوي يې او الله مهربانه بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوا الرِّبٰۤوا اَضْعَافًا مُّضٰعَفَةً ۪— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟ۚ

اى مومنانو څو څو برابره زيات سود مه خورئ او الله نه ووېريږئ ترڅو بريالي شئ. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 3

وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْۤ اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ ۟ۚ

له هغه اور نه ځان وژغورئ چې د كافرانو لپاره تيار كړاى شوی دى. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 3

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟ۚ

او د الله او رسول حكم ومنئ، تر څو رحم درباندې وشي. info
التفاسير: