Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Centro de traducción Ruwwad

Número de página:close

external-link copy
67 : 40

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ یُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُوْنُوْا شُیُوْخًا ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی مِنْ قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوْۤا اَجَلًا مُّسَمًّی وَّلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

[الله] هغه ذات دى چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ، بيا له يو څاڅكي (مني) بيا د وينې له ټوټې، بيا مو د ماشوم په توګه راوباسي، بيا مو (لويوي) تر څو خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ بيا تر دې چې بوډاګان شئ، او له تاسي څوک مخكې مري او (تاسي پرېږدي) چى ټاكلې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسې عقل وكاروئ. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 40

هُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۚ— فَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠

هغه ذات [الله] دی چې ژوندي کول او مړه کول كوي پس کله چې فیصله د یو کار وکړي یقینا ورته ووایي شه سمدلاسه هغه وشي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 40

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— اَنّٰی یُصْرَفُوْنَ ۟ۙۛ

آيا تا هغه كسان نه دي ليدلي چې د الله په آيتونو كې جګړې کوي، هغوى كوم خوا اړول كيږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 40

الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِالْكِتٰبِ وَبِمَاۤ اَرْسَلْنَا بِهٖ رُسُلَنَا ۛ۫— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

هغه کسانو چې (دا) كتاب دروغ ګڼلى او هغه طریقې یې هم دروغ ګڼلي چې موږ استولي خپل پیغمبران په هغې پس زر به وپوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 40

اِذِ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلٰسِلُ ؕ— یُسْحَبُوْنَ ۟ۙ

دغه وخت طوقونه (کړۍ) به يې څټونو کې وي او پښو کې به یې ځنځيرونه وي، را ښکل کيږي به. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 40

فِی الْحَمِیْمِ ۙ۬— ثُمَّ فِی النَّارِ یُسْجَرُوْنَ ۟ۚ

په خوټکېدلو اوبو كې بيا به په اور كې سوځول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 40

ثُمَّ قِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

بيا به ورته وويل شي: چېرې دي هغه [باطل معبودان] چې تاسو به د الله سره شريكول. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 40

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا بَلْ لَّمْ نَكُنْ نَّدْعُوْا مِنْ قَبْلُ شَیْـًٔا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ الْكٰفِرِیْنَ ۟

له الله پرته، وايي به: رانه ورك شول، بلكې موږ خو هيڅ شى مخكې نه رابلل [انکار به وکړي]! الله په همدې توګه كافران بې لارې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 40

ذٰلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُوْنَ ۟ۚ

دا لدې امله چې تاسو خوشحالي کوله په ځمكه كې ناحقه او په دي چې تاسي به لويي كوله. [په ناروا خوشحالۍ کې مو براخوالی کاوه]. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 40

اُدْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟

ننوځئ د جهنم دروازو ته، تلپاتې په هغه كې، هغه د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 40

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَاِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟

نو صبر كوه په رېښتیا د الله ژمنه رښتينې ده، نو كه تا ته څه ناڅه هغه (عذاب) در وښایو چې هغوى سره يې ژمنه كوو يا دې (له هغه مخكې) وفات كړو (په هر حال) خو هغوى به (ټول) موږ ته راګرځول كيږي. info
التفاسير: