Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Centro de traducción Ruwwad

Número de página:close

external-link copy
78 : 40

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَّنْ قَصَصْنَا عَلَیْكَ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّمْ نَقْصُصْ عَلَیْكَ ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟۠

او بېشكه موږ له تا مخكې هم رسولان لېږلي چې موږ يې تا ته د ځينو (حالات) بيان كړی او د ځينو مو نه دی درته بيان كړی، او هيڅ كوم رسول ته دا (واك) نشته چې د الله له اجازې پرته څه نښانه راوړي، خو بيا چې د الله امر راشي نو په حقه پرېكړه وشي او باطل منونكي هملته په تاوان كې پرېوځي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 40

اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَنْعَامَ لِتَرْكَبُوْا مِنْهَا وَمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ

الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې څاروي د دې لپاره پيدا كړي چې په ځينو يې سپرېږئ او له ځينو يې خوراك كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 40

وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوْا عَلَیْهَا حَاجَةً فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟ؕ

او تاسو ته په هغو كې (ډېرې) ګټې دي او د دې لپاره هم چې تاسو په خپلو زړونو كې نيولې موخې پورې ورسيږئ او په هغو (څارويو) او بېړۍ باندې تاسي بارول كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 40

وَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ ۖۗ— فَاَیَّ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُنْكِرُوْنَ ۟

او هغه تاسو ته خپلې نښانې درښایي نو د الله له كومو نښانو منكرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 40

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْهُمْ وَاَشَدَّ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

آیا نو هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي تر څو وګوري چې تر هغوى مخكې كسانو پايله څنګه وه؟ هغوى په ځواك او د ځمكې (ودانۍ) په نښانو كې تر هغوى زيات تكړه وو، خو څه چې هغوى لاس ته راوړي وو، هيڅ شى يې ترې ايسار نه كړل. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 40

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرِحُوْا بِمَا عِنْدَهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

نو كله چې رسولان يې له ښكاره دليلونو سره ورته راغلل نو څه علم چې هغوى سره و په همغه خوښ پاتې شول او هغه (عذاب) ترې راچاپېر شو چې هغوى به ملنډې پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 40

فَلَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهٖ مُشْرِكِیْنَ ۟

نو كله یې چې زموږ عذاب وليد، وېلې يوازې پر يو الله مو ايمان راوړى او كوم شيان چې موږ شريك ګڼل، له هغو (ټولو) مو انكار كړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 40

فَلَمْ یَكُ یَنْفَعُهُمْ اِیْمَانُهُمْ لَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا ؕ— سُنَّتَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ فِیْ عِبَادِهٖ ۚ— وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠

خو كله چې زموږ عذاب يې وليدلو نو بيا يې ايمان (راوړلو) څه ګټه نه ورته رسوله، همدا د الله هغه دستور دى چې د خپلو بندګانو په هكله يې تېر شوى او هملته كافران په زيان كې پرېوتل. info
التفاسير: