Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Centro de traducción Ruwwad

Número de página:close

external-link copy
8 : 40

رَبَّنَا وَاَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ

ای زموږ پالونکيه! او هغوى د تل هستوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره كړې او (همدارنګه) د هغوى له پلرونو، مېرمنو او اولادونو چې څوک نېك عمله وي، په رېښتيا همدا ته برلاسى د حكمت والا يې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 40

وَقِهِمُ السَّیِّاٰتِ ؕ— وَمَنْ تَقِ السَّیِّاٰتِ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠

او هغوى له بدو (حالاتو) وساته او په هغه ورځ چې ته څوک له بدو وساتې، نو په رېښتيا رحم دې پرې وكړ، او ستر برى خو همدا دى. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ ۟

له شک پرته چا چې كفر كړى هغوى ته به غږ وكړى شي چې د الله غوسه هرومرو له هغې غوسې زياته ده چې تاسو خپلو ځانونو باندې كوله، كله چې د ايمان په لور بلل كېدلئ، نو تاسو به كفر كولو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 40

قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَاَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوْبِنَا فَهَلْ اِلٰی خُرُوْجٍ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟

هغوى به وايي اې زموږ ربه! دوه ځله دې مړه كړو او دوه ځله دې ژوندي كړو، موږ پر خپلو ګناهونو اقرار وكړ نو آيا (اوس) د وتلو كومه لار شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
12 : 40

ذٰلِكُمْ بِاَنَّهٗۤ اِذَا دُعِیَ اللّٰهُ وَحْدَهٗ كَفَرْتُمْ ۚ— وَاِنْ یُّشْرَكْ بِهٖ تُؤْمِنُوْا ؕ— فَالْحُكْمُ لِلّٰهِ الْعَلِیِّ الْكَبِیْرِ ۟

دا ستاسو (عذاب) ځكه دى چې كله به الله يوازې وبلل شو نو تاسو به انكار كولو او كه شرك به ورسره (منل) كېدو نو بيا به مو منلو نو (اوس) پرېكړه (يوازې) لوړ او ستر الله لره ده. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 40

هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ وَیُنَزِّلُ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ رِزْقًا ؕ— وَمَا یَتَذَكَّرُ اِلَّا مَنْ یُّنِیْبُ ۟

الله هغه ذات دى چې تاسي ته خپلې نښانې درښایی او له اسمانه روزي درته رانازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوک چې (الله ته) ورګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 40

فَادْعُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟

[کله چې خبره داسې ده] نو رابلئ الله لره په دې حال کې چې اخلاص کوونکي یاستئ خاص د هغه لپاره دین (طاعت) کې، اګر که کافران دا بد ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 40

رَفِیْعُ الدَّرَجٰتِ ذُو الْعَرْشِ ۚ— یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِ ۟ۙ

د اوچتو درجو والا، د عرش څښتن، رالیږي وحې په خپلو بندګانو کې چا ته یې چې وغواړي [له نبیانو] دې لپاره چې وویروي [خلک] د یو ځای کېدلو له ورځې څخه. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 40

یَوْمَ هُمْ بَارِزُوْنَ ۚ۬— لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ ؕ— لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ؕ— لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟

هغه ورځ چې هغوى (ټول) به راڅرګندېدونكي وي، د هغوى هيڅ شى به له الله پټ نه وي، نن باچايي د چا ده؟ يوازې او يوازې يو برلاسي الله لره. info
التفاسير: