Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
112 : 9

اَلتَّآىِٕبُوْنَ الْعٰبِدُوْنَ الْحٰمِدُوْنَ السَّآىِٕحُوْنَ الرّٰكِعُوْنَ السّٰجِدُوْنَ الْاٰمِرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَالنَّاهُوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحٰفِظُوْنَ لِحُدُوْدِ اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

د دغې بدلې ترلاسه کوونکي خلک هغه کسان دي چې له هغه څه را ګرځېدونکي دي چې الله نه دي خوښ کړي او بد يې ګڼلي، هغه څه ته چې الله يې خوښوي او پرې راضي کيږي، هغه کسان دي چې الله ته د عاجزۍ او وېرې له امله سرټيټي شوي دي؛ نو د هغه په پيروۍ کې يې کوښښ کړی دی، په هر حالت کې د خپل پالونکي ستاينه کوونکي دي، روژه نيوونکي، لمونځ کوونکي دي، پر هغه څه امر کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول پرې امر کړی دی، له هغه څه منع کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول ترې منع کړې ده، په پيروۍ سره د الله د حکمونو او په ډډه کولو د هغه له نواهيوو ساتونکي دي، ای رسوله! هغو مؤمنانو ته چې پر دغو صفتونو متصف دي د هغه څه خبر ورکړه چې په دنيا او آخرت کې يې خوشحاله کوي. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 9

مَا كَانَ لِلنَّبِیِّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ یَّسْتَغْفِرُوْا لِلْمُشْرِكِیْنَ وَلَوْ كَانُوْۤا اُولِیْ قُرْبٰی مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟

د نبي او مؤمنانو لپاره په کار نده چې له الله څخه د مشرکانو لپاره بښنه وغواړي که څه هم هغوی يې له خپلوانو وي، وروسته له دې چې دوی ته ښکاره شوه چې دوی دوزخيان دي، پر شرک د مړه کېدو له امله. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 9

وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ اِلَّا عَنْ مَّوْعِدَةٍ وَّعَدَهَاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗۤ اَنَّهٗ عَدُوٌّ لِّلّٰهِ تَبَرَّاَ مِنْهُ ؕ— اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَاَوَّاهٌ حَلِیْمٌ ۟

د ابراهيم د خپل پلار لپاره بښنه غوښتل يوازې د دې له امله و چې له هغه سره يې د بښنې غوښتلو ژمنه کړې وه، په دې هيله چې مسلمان شي،خو کله چې ابراهيم ته څرګنده شوه چې پلار يې دالله دښمن دی له نصحيت څخه د ګټې نه پورته کولو له امله او يا د وحې له لارې؛ پوه شو چې هغه به کافر مري؛ نو ځنې بېزاره شو، او د هغه لپاره بښنه غوښتل يو اجتهادي امر و نه د الله د هغه حکم مخالفت چې ورته وحې شوی و، بېشکه ابراهيم عليه السلام، الله ته ډېر عاجزي کوونکی، زيات بښونکی او خپل ظالم قوم ته(د هغوی له تېریو) ورتېرېدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 9

وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ اِذْ هَدٰىهُمْ حَتّٰی یُبَیِّنَ لَهُمْ مَّا یَتَّقُوْنَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

الله د کوم قوم د لار ورکۍ پرېکړه نه کوي وروسته تر دې چې د لارښوونې توفيق يې ورکړی وي، ترڅو يې ورته هغه ناروا شيان نه وي بيان کړي چې ډډه کول ترې واجب دي، که هغوی ترسره کړي هغه څه چې پرې حرام کړل شوي دي وروسته د حرمت له بيانولو يې؛ نو د هغوی د لار ورکۍ پرېکړه کوي، بېشکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه څه پټ نه دي او تاسو ته يې هغه څه در وښودل چې تاسو پرې پوهېدئ. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 9

اِنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

بېشکه الله لره د آسمانونو او ځمکې ملکيت دی، هغه لره پکښې شريک نشته، له هغه څخه په هغو دواړو کې څه پټ نه دي، ژوندی کوي د چا چې ژوندي کول وغواړي او مړ کوي هغه څوک چې مرګ يې وغواړي، او تاسو لره ای خلکو! له الله پرته کوم دوست نشته چې ستاسو چارې يې په لاس کې وي او نه کوم مرستندوی شته چې له تاسو څخه د بدۍ مخه ونيسي او د دښمن پر وړاندې مو مرسته وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 9

لَقَدْ تَّابَ اللّٰهُ عَلَی النَّبِیِّ وَالْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ فِیْ سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ یَزِیْغُ قُلُوْبُ فَرِیْقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّهٗ بِهِمْ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

بېشکه الله د نبي محمد صلی الله عليه وسلم توبه قبوله کړه کله يې چې منافقانو ته د تبوک له غزا د پاتې کېدو اجازه ورکړه، د هغو مهاجرو او انصارو توبه يې قبوله کړه چې د تبوک له غزا څخه نه وو پاتې شوي، بلکې هغوی د تبوک په غزا کې د سختې ګرمۍ، تنګ لاسۍ او د دښمن د زياتوالي سربېره د نبي صلی الله عليه وسلم پيروي وکړه، وروسته تردې چې نږدې و له هغوی د يوې ډلې زړونه مایل شي، د غزا د پرېښودو تکل يې کړی و، په هغې کې د لويې سختۍ له امله، بيا الله د ثابت پاتې کېدو او غزا ته د وتلو توفيق ورکړ او د هغوی توبه يې قبوله کړه، بېشکه هغه پاک ذات پر هغوی پېرزو کوونکی او مهربان دی او د هغه له لورېينې هغوی ته د توبې توفيق ورکول او له هغوی منل دي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• بطلان الاحتجاج على جواز الاستغفار للمشركين بفعل إبراهيم عليه السلام.
د ابراهيم عليه السلام له کړنې د مشرکانو لپاره د بښنې پر غوښتلو د استدلال بطلان. info

• أن الذنوب والمعاصي هي سبب المصائب والخذلان وعدم التوفيق.
دا چې ګناهونه او سرغړونې د کړاوونو او رسوايۍ او توفيق د نشتون لامل ګرځي. info

• أن الله هو مالك الملك، وهو ولينا، ولا ولي ولا نصير لنا من دونه.
دا چې الله د پاچايي څښتن دی او هغه زموږ سرپرست دی، له هغه پرته موږ لره نه سرپرست او نه مرستندوی شته. info

• بيان فضل أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم على سائر الناس.
پر ټولو خلکو باندې د نبي صلی الله عليه وسلم د اصحابو د غوروالي بيان . info