Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
62 : 9

یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ لِیُرْضُوْكُمْ ۚ— وَاللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اَحَقُّ اَنْ یُّرْضُوْهُ اِنْ كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

منافقان تاسو ته په الله تعالی قسمونه خوري -ای مومنانو- دا چې دوی داسې څه ندي ویلي چې پېغمبر علیه السلام پرې وځوروي، دې لپاره چې تاسو پرې خوشاله کړي، خو الله تعالی او د هغه پېغمبر علیه السلام ډېر غوره دي چې دوی يې په ایمان او نیک عمل سره خوشاله کړي که چېرې دوی ریښتیني مومنان وي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 9

اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّهٗ مَنْ یُّحَادِدِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاَنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْخِزْیُ الْعَظِیْمُ ۟

آیا دا منافقان په دې نه دې پوه چې دوی په دې کار سره د الله تعالی او د هغه د پېغمبر سره دښمني کوي، او څوک چې د دې دواړو سره دښمني کوي نو د قیامت په ورځ به د جهنم اور ته ننوځي او تل به هلته پاتې وي؟! همدا لوی سپکاوی او ستر ذلت دی. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 9

یَحْذَرُ الْمُنٰفِقُوْنَ اَنْ تُنَزَّلَ عَلَیْهِمْ سُوْرَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلِ اسْتَهْزِءُوْا ۚ— اِنَّ اللّٰهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُوْنَ ۟

منافقان له دې وېره لري چې الله پر خپل استازي کوم داسې سورت را نازل نه کړي چې پر هغه کفر يې خبر کړي کوم چې هغوی یې په زړونو کې پټوي، اې رسوله ووايه! اې منافقانو خپلو ملنډو او په دين کې عيب ويلو ته ادامه ورکړئ، الله د سورت په را نازلولو او يا د خپل استازي په خبرولو سره د هغه څه را اېستونکی دی چې تاسو يې پټوئ.
info
التفاسير:

external-link copy
65 : 9

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّمَا كُنَّا نَخُوْضُ وَنَلْعَبُ ؕ— قُلْ اَبِاللّٰهِ وَاٰیٰتِهٖ وَرَسُوْلِهٖ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او که چېرې ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له دې منافقانو څخه د نیوکو او مومنانو ته د ښکنځلو کولو چې دوی کړې پس له دې چې تا الله تعالی خبر کړي نو دوی به وایي: مونږ په داسې خبرو کې بوخت وو چې ټوکې مو کولې، او مونږ ريښتوني نه وو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: آیا په الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او پېغمبر پورې تاسو ټوکې کولې؟!. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 9

لَا تَعْتَذِرُوْا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ ؕ— اِنْ نَّعْفُ عَنْ طَآىِٕفَةٍ مِّنْكُمْ نُعَذِّبْ طَآىِٕفَةًۢ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟۠

تاسو دا دروغ عذرونه مه وړاندې کوئ، ځکه تاسو کفر ښکاره کړی دی، چې ټوکې مو کړې دي پس له دې چې تاسو به پټولې، نو که چېرې ستاسو له یوې ډلې مونږ تېر شو چې منافقت یې پرېښې او ترېنه یې توبه ویستلې او الله تعالی ته یې اخلاص کړی، نو بله ډله به په عذاب اخته کوو چې په منافقت کې پاتې شوي او توبه یې ترینه نده کړې. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 9

اَلْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ بَعْضُهُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمُنْكَرِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوْفِ وَیَقْبِضُوْنَ اَیْدِیَهُمْ ؕ— نَسُوا اللّٰهَ فَنَسِیَهُمْ ؕ— اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟

منافقان سړي او ښځې د منافقت په حالاتو کې سره یو شان دي، او دوی د مومنانو سره په مقابل کې دي، ځکه چې دوی په بدۍ سره امر کوي، او له نیکیو خلک منع کوي، او په خپلو مالونو بخل (شومتیا) کوي او د الله تعالی په لار کې یې نه مصرفوي، د الله تعالی اطاعت یې پرېښی دی، نو الله تعالی هم له خپل توفیق (توانمندۍ) څخه پرېښودل، بېشکه همدا منافقان د الله تعالی د اطاعت او حقې لارې څخه ګناه او د ګمراهۍ لارې خوا ته وتلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 9

وَعَدَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— هِیَ حَسْبُهُمْ ۚ— وَلَعَنَهُمُ اللّٰهُ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟ۙ

الله تعالی د منافقانو او کافرانو سره که چېرې توبه و نه باسي د دې ژمنه کړې ده چې دوی به د دوزخ اور کې ننباسي، چې تل به هملته وي، همدا عذاب ورته بس دی، او الله تعالی له خپلې لورینې څخه شړلي دي، او دوی لپاره دائمي او روان عذاب دی. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• قبائح المنافقين كثيرة، ومنها الإقدام على الأيمان الكاذبة، ومعاداة الله ورسوله، والاستهزاء بالقرآن والنبي والمؤمنين، والتخوف من نزول سورة في القرآن تفضح شأنهم، واعتذارهم بأنهم هازلون لاعبون، وهو إقرار بالذنب، بل هو عذر أقبح من الذنب.
د منافقانو بدیانې ډېرې دي، چې له هغې څخه په دروغو قسم خوړلو ته وړاندې کېدل هم دي، او د الله تعالی او د هغه پېغمبر سره دښمني هم ده، او په قرآن کریم او پېغمبر او مومنانو پورې ټوکې کول هم دي، او لدې هم ویره ده چې د دوی په اړه د قرآن کریم کوم سورت را نازل نه شي چې د دوی حالت رسوا کړي، او عذرونه وړاندې کول چې مونږ ټوکې او لوبې کولې، چې دا خو په ګناه باندې اعتراف کول دي، بلکه دا داسې یو عذر دی چې له ګناه بدتر دی. info

• لا يُقبل الهزل في الدين وأحكامه، ويعد الخوض بالباطل في كتاب الله ورسله وصفاته كفرًا.
د الله تعالی په دین او احکامو کې ټوکې نه منل کېږي، او د الله تعالی په کتاب پېغمبرانو او صفاتو کې په باطله توګه څېړنه کفر بلل کېږي. info

• النّفاق: مرض عُضَال متأصّل في البشر، وأصحاب ذلك المرض متشابهون في كل عصر وزمان في الأمر بالمنكر والنّهي عن المعروف، وقَبْض أيديهم وإمساكهم عن الإنفاق في سبيل الله للجهاد، وفيما يجب عليهم من حق.
منافقت: سخته ناروغتیا ده چې په بشریت کې ريښه شوې ده، او د دې ناروغتیا څښتنان په هره زمانه او دور کې په بدو باندې د امر کولو او نیکیو څخه په منع کولو کې سره یو شان وي، او لاسونه موټي کولو او د الله په لار کې د جهاد لپاره مصرف کولو کې، او په دوی باندې چې کوم حقوق واجب دي. info

• الجزاء من جنس العمل، فالذي يترك أوامر الله ويأتي نواهيه يتركه من رحمته.
بدله د کړنې له جنس څخه ده، نو څوک چې د الله تعالی امرونه پرېږدي او هغه څه کوي چې هغه ترې منع کړې، نو الله تعالی هم هغه د خپلې لورینې څخه پرېږدي. info