Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
87 : 9

رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟

دا منافقان هغه مهال د خپلو ځانونو په ذلت او سپکاوي راضي شول کله چې دوی د عذر خاوندانو سره په پاتې کېدو راضي شوي وو، او الله تعالی د دوی په زړونو باندې د دوی د کفر او نفاق په سبب مهر ولګاوه، نو دوی په هغه څه نه پوهېږي چې د دوی ګټه او مصلحت په کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 9

لٰكِنِ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْخَیْرٰتُ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

هر چې پېغمبر او د ده سره مومنان دي نو هغوی د الله تعالی په لار کې د جهاد څخه د دوی په څېر ندي پاتې شوي، او بېشکه دوی د الله په لار کې په شتمنیو او ځانونو باندې جهاد کړی دی، او د دوی بدله د الله تعالی سره د دنیایي ګټو ترلاسه کول وو لکه بریا او غنیمتونه، او د آخرت ګټې، چې جنت ته ننوتل دي، او د غوښتل شوې بریا ترلاسه کول او د وېرې او ډار څخه ژغورنه ده. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 9

اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠

الله تعالی دوی لپاره داسې جنتونه چې د هغې د ماڼیو لاندې ویالې بهېږي چمتو کړي دي چې دوی به هېڅ نه فنا کېږي، دا بدله ستره بریا ده چې بله هېڅ بریا ورته نه رسېږي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 9

وَجَآءَ الْمُعَذِّرُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ لِیُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِیْنَ كَذَبُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

او یوه ډله د مدینې او ګرد چاپېره د بانډچیانو څخه د الله پېغمبر ته په عذرونو باندې راغله؛ دې لپاره چې د الله په لار کې جهاد ته د نه تللو لپاره اجازه واخلي، او یوه بله ډله داسې وه چې بیخي عذر ته هم را نغلل؛ ځکه چې دوی پر پېغمبر علیه السلام باور نه درلوده او د الله تعالی په ژمنو یې ایمان نه درلوده، زر دی چې دوی ته به د دوی د کفر له کبله دردناک عذاب ورسي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 9

لَیْسَ عَلَی الضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَی الْمَرْضٰی وَلَا عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ مَا یُنْفِقُوْنَ حَرَجٌ اِذَا نَصَحُوْا لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— مَا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ مِنْ سَبِیْلٍ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

په ښځینه او کوچنیانو او ناروغانو او کمزورو او ړندو او هغه بیچاره ګانو باندې چې دومره مال ونلري چې دې لپاره یې مصرف کړي چې جهاد ته چمتوالی وښایي، په دوی ټولو باندې ګناه نشته چې د جهاد څخه پاتې شي؛ ځکه دوی عذرونه لري، کله چې دوی الله او د هغه پېغمبر ته اخلاص مند وي او د هغه په شریعت عمل وکړي، د داسې عذرونو لرونکي چې نیکو کار وي هېڅ لار د دوی د عذاب لپاره نشته، او الله تعالی د نیک عملو خلکو د ګناهونو بخښونکی دی، او پر دوی مهربانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 9

وَّلَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَاۤ اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَاۤ اَجِدُ مَاۤ اَحْمِلُكُمْ عَلَیْهِ ۪— تَوَلَّوْا وَّاَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَلَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ

او همدا راز په هغو پاتې شوو هم ګناه نشته کوم چې تا ته راغلل -ای پېغمبره- او غوښتنه یې کوله چې دوی په سورلۍ سواره کړې نو تا ورته وویل: زه داسې څاروي نه مومم چې تاسو پرې سواره کړم؛ دوی له تا څخه په داسې حال بېرته وګرځېدل چې د دوی له سترګو څخه د غم اوښکې بهېدلې دا چې دوی داسې څه نه له ځانو سره موندل او نه له تا سره چې دوی یې مصرف کړي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 9

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ وَهُمْ اَغْنِیَآءُ ۚ— رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ ۙ— وَطَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

کله يې چې دا بيان کړه چې پر عذر لرونکو د سزا کومه لاره نشته، هغه کسان يې ياد کړل چې د سزا او نيولو وړ دي؛ نو ويې ويل: د سزا او نيولو لار پر دغو کسانو ده چې له تا څخه ای رسوله! له جهاد څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، حال دا چې هغوی توان لرونکي دي د هغه څه په شتون چې چمتووالی پرې ونيسي، د ځانو لپاره يې رسوايي او سپکاوی خوښ کړي دي، چې په کور کې له پاتې شويو مېرمنو سره پاتې شي، الله يې پر زړونو مهر لګولی چې له نصيحته نه اغېزمن کيږي، هغوی د دغه مهر له امله په هغه څه نه پوهيږي چې په څه کې يې ګټه ده؛ ترڅو يې غوره کړي او په څه کې يې تاوان دی څو ترې ډډه وکړي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• المجاهدون سيحصِّلون الخيرات في الدنيا، وإن فاتهم هذا فلهم الفوز بالجنة والنجاة من العذاب في الآخرة.
مجاهدين په دنيا کې ښېګڼې ترلاسه کوي او که چېرې ترې پاتې شي؛ نو په آخرت کې هغوی لره پر جنت بریا او له سزا خونديتوب دی. info

• الأصل أن المحسن إلى الناس تكرمًا منه لا يؤاخَذ إن وقع منه تقصير.
اصل دادی چې له خلکو سره له ښېګڼه کوونکي که کومه تېروتنه وشي نو په هغې نه نيول کيږي. info

• أن من نوى الخير، واقترن بنيته الجازمة سَعْيٌ فيما يقدر عليه، ثم لم يقدر- فإنه يُنَزَّل مَنْزِلة الفاعل له.
چاچې د ښېګڼې هوډ کړی وي او د مضبوط هوډ سره يې په هغه څه کې هڅه هم يوځای شي چې وس يې لري بيا ځنې بې وسه شي؛ نو هغه ته د ښېګڼې کوونکي غوندې بدله ورکول کيږي. info

• الإسلام دين عدل ومنطق؛ لذلك أوجب العقوبة والمأثم على المنافقين المستأذنين وهم أغنياء ذوو قدرة على الجهاد بالمال والنفس.
اسلام د عدل او منطق دین دی؛ ځکه خو یې سزا لازمه کړله په هغو منافقانو چې اجازه یې غوښتله په داسې حال کې چې شتمن وو او په مال او نفس یې د جهاد کولو توان هم درلود. info