Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
32 : 42

وَمِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ؕ

او د هغه له نښانو څخه هغه کښتۍ دي چې د لوړو غرونو په شان په بحر کې رواني وي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 42

اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟ۙ

که هغه وغواړي نو باد به ودروي او کښتۍ به د سمندر پر شا ولاړې پاتې شي. په رښتیا چې په دې کې د صبرکوونکو او شکرکوونکو لپاره سترې نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 42

اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَیَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ ۟ۙ

یا به يي د کړنو له مخې کښتۍ ډوبې کړې خو الله له ډیرو ګناهونو تیریږي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 42

وَّیَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟

تر څو هغه خلک چې زمونږ په ایتونو کې جګړې کوي پوه شي چې د خلاصون او تیښتې ځای يي نشته. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 42

فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚ

هغه چې تاسې ته درکړای شوي دي ډیره لږ د دنیا ګټه ده. او هغه چې له الله سره دي ډیر غوره او تل پاتې د هغو خلکو لپاره دي چې ایمان يي راوړی او پر خپل رب توکل کوي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 42

وَالَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَاِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَ ۟ۚ

او د هغو کسانو لپاره دي چې له لویو ګناهونو او له بي حیايي څخه ځانونه ژغوري، او کله هږم چې په قهر شي نو بښنه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 42

وَالَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ۪— وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ ۪— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۚ

او د هغوی لپاره دي چي د خپل رب بلنه يي منلې. لمونځ يې ودرولی او خپل مینځي کارونه يي په مشوره دي. او څه چې مونږ ور روزي کړي د الله په لار کې يې ترې مصرفوي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 42

وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟

او هغوی چي کله پرې تیری وشي نو بدل اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 42

وَجَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۚ— فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟

د بدۍ بدله همغه شان بدي ده. نو چا چې عفوه وکړه او ځان يې اصلاح کړ نو بدل يي پر الله دی. بې شکه چې الله ظالمان نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 42

وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ

او کوم کسان چې له تیري او ظلم وروسته غچ واخلي، پر هغوی هیڅ ملامتي نشته. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 42

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَیَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ملامتي یوازې پر هغو کسانو ده چې پرخلکو ظلم او تیری کوي، په ناحقه په ځمکه کې خپل سري کوي. نو د همدغو خلکو په برخه دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 42

وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟۠

او چې څوک زغم او بښنه وکړي نو بې شکه چې دا له غوره کارونه څخه دي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 42

وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَتَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ۚ

او الله چې هر څوک بې لارې کړ نو وروسته له الله یې هیڅ کار جوړوونکی نشته. او ته به ظالمان وګورې چې کله عذاب وویني نو وایې به چې: ایا د بیرته تللو کومه لار شته؟ info
التفاسير: