Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

شوری

external-link copy
1 : 42

حٰمٓ ۟ۚ

حم info
التفاسير:

external-link copy
2 : 42

عٓسٓقٓ ۟

عسق info
التفاسير:

external-link copy
3 : 42

كَذٰلِكَ یُوْحِیْۤ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۙ— اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

په دې توګه تا او هغو پیغمبرانو ته چې له تا وړاندې وو برلاسي او د حکمت والا الله خپل پیغام وحي کوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 42

لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟

د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه یوازې د هغه او هغه له هر څه نه لوړ او لوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 42

تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

نژدې ده چې له ډاره يې اسمانونه یو د بل له پاسه ټوټه، ټوټه راوغورځیږي. او ملایکې په ثنا او صفت سره د خپل رب ستاینه کوي او د ځمکې ټولو اوسیدونکو ته بښنه غواړي، خبردار! الله ښه بښونکی او مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 42

وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ اللّٰهُ حَفِیْظٌ عَلَیْهِمْ ۖؗ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟

او کومو کسانو چې پرته له الله نه دوستان نیولي دي، الله يي د کړنو ساتونکی دی. او ای محمده! ته پر هغوی څارونکی نه يي[۱] info

[۱] ددې ایت مفهوم قران کریم د سورت رعد په ۴۰ ایت کې داسې بیانوي( فانما علیک البلاغ وعلینا الحساب ) ستا دنده یوازې ده. حساب زمونږ کار دی.

التفاسير:

external-link copy
7 : 42

وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَرِیْقٌ فِی الْجَنَّةِ وَفَرِیْقٌ فِی السَّعِیْرِ ۟

او په همدې توګه مونږ تاته عربي قران وحې کړ چې ته پرې د مرکزي ښار یعنې مکې او د هغې د چاپیریال خلک وډاروي[۲] او د ټولیدو له ورځې چې په راتګ کې يي هیڅ شک نشته وویروې. په هغه ورځ به ځینې خلک په جنت او ځینې نور به په سوزوونکي اور کې وي. info

[۲] معنې دا چې ټول بشر( تفسیر ابن کثیر)

التفاسير:

external-link copy
8 : 42

وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَهُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمُوْنَ مَا لَهُمْ مِّنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

او که الله غوښتې وای نو ټول به يې یو امت ګرځولی وای خو د هغه چې چاته خوښه شې په خپل رحمت کې يې داخلوي. او د ظالمانو نه کوم دوست شته او نه ملاتړ. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 42

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۚ— فَاللّٰهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَهُوَ یُحْیِ الْمَوْتٰی ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

ایا هغوی پرته له الله څخه نور کارجوړونکي نیولي دي؟ رښتینی کارجوړونکی یوازې یو الله دی چې مړي ژوندي کوي او پر هر څه پیاوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 42

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُكْمُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبِّیْ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۖۗ— وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟

او په هر څه کې چې تاسې اختلاف کوئ د هغه رښتینې پریکړه له الله سره ده همغه الله زما رب دی او یوازې پر هغه مې توکل او یوازې هغه ته مې رجوع ده. info
التفاسير: