3-64 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو پر دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
3-65 اى اهل كتابو! ولې تاسو د ابراهیم په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې تورات او ا نجیل نه وو نازل كړى شوي مګر له هغه نه وروسته، ایا نو ولې له عقل نه كار نه اخلئ!
3-68 بېشكه په خلقو كې ابراهیم ته حقيقتًا نژدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه تابعداري كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او الله د مومنانو دوست دى