3-39 نو ملايكو ده ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې دى په عبادت خانه كې ولاړ و، لمونځ يې كاوه، دا چې بېشكه الله تا ته د یحیٰی زېرى دركوي، چې تصدیق كوونكى به وي د هغې كلمې چې د الله له طرفه ده، او سردار به وي او ځان به ډېر منع كوونكى وي (له خواهشاتو نه) او نبي به وي له صالحانو نه
3-44 دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله
3-45 كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي