3-110 تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي
3-111 دوى هیڅكله هم تاسو ته ضرر نشي دررسولى مګر لږ (د ژبې) تكلیف، او كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي (نو) تاسو ته به شاګانې درواړوي، بیا به له دوى سره مرسته نه كېږي
3-112 په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندل شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله پر رسۍ او د خلقو پر رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرفه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه