وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَّبَوَّاَكُمْ فِی الْاَرْضِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْ سُهُوْلِهَا قُصُوْرًا وَّتَنْحِتُوْنَ الْجِبَالَ بُیُوْتًا ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟
او هغه را په زړه کړئ چې الله پاک له عادیانو وروسته د هغوی پر ځای میشته کړئ په ځمکه کې یې ځای درکړ دا دی نن یې په هوارو او نرمو برخو کې ماڼۍ جوړ وئ او غرونه یې د هستوګنې لپاره کنئ، نو د الله نعمتونه مه هیروئ او په ځمکه کې د ګډوډۍ او فساد هڅه مه کوئ.
التفاسير: