د هغه د قوم متکبرو مشرانو وویل: ای شعیبه! مونږ به تا او ستا ملګري له خپل کلي نه وشړو او یا به ته زمونږ لارې ته بیرته راګرځي. شعیب ځواب ورکړ. که څه هم مونږ ناخوښه وو؟
که مونږ بیرته ستاسې دین ومانه سره له دې چې الله ترې خلاص کړي یو نو پر الله به مو ډیر لوی درواغ تړلي وي. او دا ناشونې ده چې مونږ به بیرته ستاسې دین ته در اوړو. هو! که زمونږ د رب الله خوښه وي ( مونږ پکې څه نه شو ویلی). د هغه علم خورا پراخ او په هرڅه پوهیږي. او پر همغه زمونږ توکل دی. ای زمونږ ربه! زمونږ او زمونږ د قوم په مینځ کې د حق پریکړه وکړه ته خورا غوره پریکړه کوونکی یې.
او بیا مو د هغوی بده ورځ په سوکالۍ بدله کړی ان تر دې چې هر څه یې ډير شوي او ویلي يي دي چې سختي او خوښي زمونږ پلرونو ته هم رسیدلې وه نو بیا مو په داسې حال کې چې ګمان یي هم نه وه ناببره ونیول.