የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ

የገፅ ቁጥር: 159:151 close

external-link copy
74 : 7

وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَّبَوَّاَكُمْ فِی الْاَرْضِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْ سُهُوْلِهَا قُصُوْرًا وَّتَنْحِتُوْنَ الْجِبَالَ بُیُوْتًا ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟

او هغه را په زړه کړئ چې الله پاک له عادیانو وروسته د هغوی پر ځای میشته کړئ په ځمکه کې یې ځای درکړ دا دی نن یې په هوارو او نرمو برخو کې ماڼۍ جوړ وئ او غرونه یې د هستوګنې لپاره کنئ، نو د الله نعمتونه مه هیروئ او په ځمکه کې د ګډوډۍ او فساد هڅه مه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 7

قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِمَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ اَتَعْلَمُوْنَ اَنَّ صٰلِحًا مُّرْسَلٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلَ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟

سر غړوونکو لویې کوونکو مشرانو د قوم ناتوانو او بې وسې مؤمنانو ته وویل: ایا تاسې په رښتیا سره پوهیږئ چې صالح د خپل رب له لورې رالیږلی شوی دی؟ هغو وویل هو! او زمونږ په هغه څه ایمان دی چې دی پرې رالیږلی شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 7

قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا بِالَّذِیْۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

مستکبرینو وویل او مونږ باکل له هغه څه نه منکر یو چې تاسې پرې ایمان راوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 7

فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوْا یٰصٰلِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

نو هغه وو چې او ښه یې ووژله او له خپل رب نه یې پوره سروغړاوه او صالح ته یې وویل که ته رښتیا پیغمبر یې نو هغه عذاب دې راوله چې ته پرې مونږ ډاروې. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 7

فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟

ناببره یوه ټکان زلزلې ونیول نو په خپلو خپلو ځایونو کې پرمخ پریوتل. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 7

فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّیْ وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُحِبُّوْنَ النّٰصِحِیْنَ ۟

صالح له هغوی نه ولاړ او ویل یې ای زما قومه! ما د خپل رب پیغام تاسې ته ورساوو، د نیکۍ په لور مې وبللئ خو افسوس چې تاسې پند ورکوونکي نه خوښوئ. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 7

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او لوط مو هم د خپل استازي په توګه ولیږه هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسې یو داسې بد کار کوئ چې له تاسې وړاندې هیچا نه دی کړی؟ info
التفاسير:

external-link copy
81 : 7

اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟

تاسې ښځې پریږدئ او له نارینه وو سره دشهوت غریزه سړوئ. رښتیا هم چې تاسې له پولو نه ډیر وړاندې ګام اخیستی دی. info
التفاسير: