بي له شکه چې چا ایمان راوړی،او څوک یهودیان،ستوری بلونکي،عیسویان اوربلونکي او یا مشرکان شوي،نو الله پاک به د قیامت په ورځ د دوی په مینځ کې پریکړه وکړي.په رښتیا چې الله پاک په هر څه شاهد دی.
او ایا ته نه ګورې چې د اسمان او ځمکې ټول اوسیدونکي او لمر،سپوږمۍ،ستوري،غرونه،ونې،څاروي او د خلکو ډيره برخه ـ او زیات هغه کسان چې د عذاب وړ ګرځیدلي دي.یوازی یو الله ته[۱۸]سجده کوي ـ او الله چې څوک سپک کړي هیڅوک یې عزتمن کولای نه شي.او د الله چې څه خوښه شي همغه کوي.
[۱۸] ـ د الله د امر تابع دي که خوښه یې وي او که نه؟د کافرانو د متابعت معنې داده چې له ناخوښۍ سره سره د همغه نظام تابع دي چې د دوی د بدن او چاپيریال لپاره الله پاک جوړ کړی دی.(فتح القدیر د امام شوکاني)