Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz

Número de página:close

external-link copy
16 : 22

وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یُّرِیْدُ ۟

په همدې توګه مونږ دا قران له روښانو ایتونو سره نازل کړی دی او د الله چې چاته خوښه شي لار ورښایې. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 22

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـِٕیْنَ وَالنَّصٰرٰی وَالْمَجُوْسَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا ۖۗ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟

بي له شکه چې چا ایمان راوړی،او څوک یهودیان،ستوری بلونکي،عیسویان اوربلونکي او یا مشرکان شوي،نو الله پاک به د قیامت په ورځ د دوی په مینځ کې پریکړه وکړي.په رښتیا چې الله پاک په هر څه شاهد دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 22

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَسْجُدُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُوْمُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَآبُّ وَكَثِیْرٌ مِّنَ النَّاسِ ؕ— وَكَثِیْرٌ حَقَّ عَلَیْهِ الْعَذَابُ ؕ— وَمَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ ۟

او ایا ته نه ګورې چې د اسمان او ځمکې ټول اوسیدونکي او لمر،سپوږمۍ،ستوري،غرونه،ونې،څاروي او د خلکو ډيره برخه ـ او زیات هغه کسان چې د عذاب وړ ګرځیدلي دي.یوازی یو الله ته[۱۸]سجده کوي ـ او الله چې څوک سپک کړي هیڅوک یې عزتمن کولای نه شي.او د الله چې څه خوښه شي همغه کوي. info

[۱۸] ـ د الله د امر تابع دي که خوښه یې وي او که نه؟د کافرانو د متابعت معنې داده چې له ناخوښۍ سره سره د همغه نظام تابع دي چې د دوی د بدن او چاپيریال لپاره الله پاک جوړ کړی دی.(فتح القدیر د امام شوکاني)

التفاسير:

external-link copy
19 : 22

هٰذٰنِ خَصْمٰنِ اخْتَصَمُوْا فِیْ رَبِّهِمْ ؗ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِیَابٌ مِّنْ نَّارٍ ؕ— یُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوْسِهِمُ الْحَمِیْمُ ۟ۚ

دا ډوه ډلې دي چې د خپل رب په هکله یي سره شخړه ده.نو څوک چې کافران شوي دي، د هغوی لپاره اور لباس غوڅ شوی دی. او د سرونو له پاسه به پرې خوټیدلي اوبه اړولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 22

یُصْهَرُ بِهٖ مَا فِیْ بُطُوْنِهِمْ وَالْجُلُوْدُ ۟ؕ

په دې اوبو به یې په ګیډه کې دننه پراته ټول څيزونه او د بدن بیرونې پوستکي هم خوړین او ویلي شي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 22

وَلَهُمْ مَّقَامِعُ مِنْ حَدِیْدٍ ۟

او د هغوی دوهلو لپاره به داوسپنې ګرزونه وي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 22

كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ اُعِیْدُوْا فِیْهَا ۗ— وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟۠

او چې کله هم د ډیر غم له لاسه د دوزخ نه د وتلو هڅه وکړي بیرته به پکې ورټیل وهل کیږي. او ورته به ویل کیږي چې وڅکئ د سوزوونکي عذاب خوند. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 22

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ؕ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟

بې له شکه الله پاک هغه کسان چې ایمان لري او نیک کارونه یې کړي دي،داسې جنتونو ته داخلوي چې لاندې به ترې ویالې روانې وي.هلته به د سرو زرو په بنګړیو او ملغلرو سینګار کړای شي.او جامې به یې وریښمیني وي. info
التفاسير: