ای خلکو! یو مثال وړاندې کولای شي ښه غوږ ورته کیږدئ.بې له شکه کوم څیزونه چې تاسې يي پرته له الله نه رابلئ که ټول سره راټول شي یو مچ نه شي پیدا کولی. بلکې که مچ له هغوی څه پورته کړي دوی یې خلاصولای ترې نه شي.او غوښتونکی[۲۴]او هغه چې غوښتنه ترې کیږي دواړه بې وسې دي.
[۲۴] ـ له طالب نه هدف مشرکان او له مطلوب نه مطلب بوتان دي.او ځینو له طالب نه بوت او له مطلوب نه مچ اخیستی دی.او ځینو له طالب نه مچ او له مطلوب نه بوتان مراد ګڼلي دي.(فتح القدیر).
د الله په لار کې داسې حق جهاد وکړئ چې له هغه سره ښايي. هغه تاسې غوره کړي یي،او په دین کې یې پر تاسو کوم سختوالی او تنګي نه ده ټاکلې. د خپل پلار ابراهیم[۲۵]پر ملت ټینګ ودریږئ.او الله پاک پخوا هم تاسې (مسلمان)نومولي واست او په دې قران کې هم ستاسې همدا نوم دی،تر څو رسول پر تاسې او تاسې پر ټولو خلکو شاهدان واست.نو لمونځ ودروئ،زکات ورکړئ،او له الله سره ځانونه وتړئ.یوازې همغه ستاسې بادار دی.ډیر ښه بادار او ډیر ښه ملاتړ مو په برخه دی.
[۲۵] ـ ابراهیم علیه السلام د ټولو مسلمانانو معنوی پلار دی.او یا په دې حساب چې زمونږ د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) په نیکونو کې راځي.نو زمونږ پلار هم شو(معارف القران د مولانا محمد شفیع صاحب).