پرته له شکه الله ستاسو لپاره له خپلو قسمونو څخه په کفاره سره حلالېدل روا کړي دي که چېرې تاسو له هغو غوره څه ومومئ او يا پکې حانث شئ، او الله مو مرستندوی دی، او هغه ستاسو پر احوالو او هغه څه ښه پوه دی چې ستاسو په ګټه دي، او په خپل شريعت او ځواک کې حکمت والا دی.
ياد کړه هغه وخت کله چې نبي صلی الله عليه وسلم يوازې حفصې ته خبره وکړه او هغه دا چې دی به خپلې مينځې ماريه ته نه نېږدې کيږي، نو کله چې حفصې عائشه خبره کړه پر هغې خبره، او الله خپل نبي د هغه د راز په افشاء خبر کړ، هغه حفصه ملامته کړه، نو ځينې هغه څه يې ورته ياد کړل چې هغې بيان کړي و او له ځينو خاموش شو، نو هغې وپوښتی: چا پر دغه خبر کړې؟ هغه وفرمايل: پر هر څه ښه پوه خبر کړم او پر هرپټ ښه خبر.
پر تاسو دواړو واجب دي چې توبه وباسئ، ځکه زړونه مو د هغه څه مينې ته کاږه شول چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم يې نه خوښوي لکه له خپلې مينځې څخه ډډه کول او هغه پرځان حرامول، او که تاسې دواړه له خپل لورې د هغه پر هڅونه ټينګار کوئ، نو الله د هغه ملګری او مرستندوی دی، همدارنګه جبريل او غوره مؤمنان يې ملګري او مرستندويان دي. د الله له مرستې وروسته د هغه څه پر خلاف پرېښتې د هغه مرستندويې او مل دي چې هغه ته ازار رسوي.
نېږدې ده چې د هغه پالونکی ستاسو په بدل کې هغه ته له تاسې غوره مېرمنې ورکړي، که يې نبي تاسې طلاقې کړي، چې د هغه د امر منونکې، پر الله او د هغه پر رسول ايمان لرونکې، الله لره پيروي کوونکې، له خپلو ګناهونو توبه اېستونکې، خپل پالونکي لره لمانځونکې، روژه نيوونکې، کونډې او داسې پېغلې به وي چې له هغه پرته بل څوک نه وي ورسره يوځای شوی، خو هغه طلاقې نه کړې.
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، خپل ځانونه او کورنيو مو له هغه لوی اور څخه وژغورئ چې پر خلکو او ډبرو بليږي، پر دغه اور به داسې سخت زړې پرېښتې وي چې څوک ورداخليږي له هغو سره به سختي کوي، د الله له امره به سرغړاوی نه کوي کله چې هغوی ته امر کوي، هغه څه به کوي چې امر يې ورته کوي پرته له ځنډ او سستۍ څخه.
د قيامت په ورځ به کافرانو ته ويل کيږي: اې هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی! نن له هغه کفر او ګناهونو څخه عذرونه مه کوئ چې پرې واست، هيڅکله به مو عذرونه ونه منل شي، په دغه ورځ کې خو تاسو ته يوازې د هغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو پر الله کوم کفر او د هغه د رسول درواغ ګڼل کول.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مشروعية الكَفَّارة عن اليمين.
له قسم (لوړې) څخه د کفارې روا والی.
• بيان منزلة النبي صلى الله عليه وسلم عند ربه ودفاعه عنه.
د نبي صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي په وړاندې د مرتبې او له هغه څخه د دفاع بيان.
• من كرم المصطفى صلى الله عليه وسلم مع زوجاته أنه كان لا يستقصي في العتاب فكان يعرض عن بعض الأخطاء إبقاءً للمودة.
د مصطفی صلی الله عليه وسلم له خپلو مېرمنو سره له پېرزوينې څخه دا هم ده چې په ګرمولو(ملامتيا) کې يې زياتی نه کولو، د مينې ساتلو لپاره به يې له ځينو تېروتنو يې مخ اړولو.
اې رسوله! له کافرانو سره په توره او له منافقانو سره په ژبه او د حدودو پر پلي کولو جهاد وکړه او پر هغوی سختي کوه ترڅو درڅخه ووېريږي، او د قيامت په ورځ د هغوی د ورتلو ځای چې ورځي به هغه دوزخ دی، او ډېر بد د ورتلو ځای د هغوی د ورتلو ځای دی چې هغوی به ورګرځي.
او د هغو کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله داسې بېلګه بيانوي چې د هغوی له کافرانو سره اړيکه کوم زيان نه ورته رسوي، او ترڅو چې پر حق ولاړ وي په هغوی کې اغېز نه کوي د فرعون د مېرمنې حال کله يې چې وويل: اې زما پالونکیه، ستا سره په جنت کې ماته يو کور جوړ کړه، او د فرعون له زور او ولکې مې وساته، او د هغه له ناوړه کارونو څخه، او له هغه قوم څخه مې وساته چې په سرکښۍ او ظلم کې د هغه په پيروۍ سره پر ځانونو ظلم کوونکي دي.
او د هغه کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله د عمران د لور بېلګه بيان کړه چې خپل شرمځای يې له زنا څخه وساتی، الله جبريل ته امر وکړ چې روح پکې پو کړي، نو د هغې د الله په ځواک د مريم زوی عيسی پرته له پلاره په ګېډه شو، او د الله د شريعتونو او د هغه پر رسولانو د نازل کړل شوو کتابونو تصديق يې وکړ، او الله لره د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره له پيروي کوونکو څخه وه.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التوبة النصوح سبب لكل خير.
رېښتينې توبه د هر خير لامل ده.
• في اقتران جهاد العلم والحجة وجهاد السيف دلالة على أهميتهما وأنه لا غنى عن أحدهما.
د پوهې او حجت د جهاد او تورې د جهاد ترمنځ په يوځای کولو کې د هغو دواړو پر اهميت دلالت دی او پردې خبره چې يو له بل څخه نه شي مستغي کېدلی.
• القرابة بسبب أو نسب لا تنفع صاحبها يوم القيامة إذا فرّق بينهما الدين.
د نسب او سبب خپلوي د قيامت په ورځ خپل څښتن ته ګټه نه رسوي کله چې دين يې سره بېل بېل وي.
• العفاف والبعد عن الريبة من صفات المؤمنات الصالحات.
پاک لمني او له شک څخه لېرې والی د نېکو مؤمنو ښځو له صفتونو څخه دي.