اې رسوله! له کافرانو سره په توره او له منافقانو سره په ژبه او د حدودو پر پلي کولو جهاد وکړه او پر هغوی سختي کوه ترڅو درڅخه ووېريږي، او د قيامت په ورځ د هغوی د ورتلو ځای چې ورځي به هغه دوزخ دی، او ډېر بد د ورتلو ځای د هغوی د ورتلو ځای دی چې هغوی به ورګرځي.
او د هغو کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله داسې بېلګه بيانوي چې د هغوی له کافرانو سره اړيکه کوم زيان نه ورته رسوي، او ترڅو چې پر حق ولاړ وي په هغوی کې اغېز نه کوي د فرعون د مېرمنې حال کله يې چې وويل: اې زما پالونکیه، ستا سره په جنت کې ماته يو کور جوړ کړه، او د فرعون له زور او ولکې مې وساته، او د هغه له ناوړه کارونو څخه، او له هغه قوم څخه مې وساته چې په سرکښۍ او ظلم کې د هغه په پيروۍ سره پر ځانونو ظلم کوونکي دي.
او د هغه کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله د عمران د لور بېلګه بيان کړه چې خپل شرمځای يې له زنا څخه وساتی، الله جبريل ته امر وکړ چې روح پکې پو کړي، نو د هغې د الله په ځواک د مريم زوی عيسی پرته له پلاره په ګېډه شو، او د الله د شريعتونو او د هغه پر رسولانو د نازل کړل شوو کتابونو تصديق يې وکړ، او الله لره د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره له پيروي کوونکو څخه وه.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التوبة النصوح سبب لكل خير.
رېښتينې توبه د هر خير لامل ده.
• في اقتران جهاد العلم والحجة وجهاد السيف دلالة على أهميتهما وأنه لا غنى عن أحدهما.
د پوهې او حجت د جهاد او تورې د جهاد ترمنځ په يوځای کولو کې د هغو دواړو پر اهميت دلالت دی او پردې خبره چې يو له بل څخه نه شي مستغي کېدلی.
• القرابة بسبب أو نسب لا تنفع صاحبها يوم القيامة إذا فرّق بينهما الدين.
د نسب او سبب خپلوي د قيامت په ورځ خپل څښتن ته ګټه نه رسوي کله چې دين يې سره بېل بېل وي.
• العفاف والبعد عن الريبة من صفات المؤمنات الصالحات.
پاک لمني او له شک څخه لېرې والی د نېکو مؤمنو ښځو له صفتونو څخه دي.