ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوا امْرَاَتَ نُوْحٍ وَّامْرَاَتَ لُوْطٍ ؕ— كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَیْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَیْنِ فَخَانَتٰهُمَا فَلَمْ یُغْنِیَا عَنْهُمَا مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا وَّقِیْلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدّٰخِلِیْنَ ۟
الله د هغو کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، بېلګه بيان کړې ده، چې د هغوی له مؤمنانو سره اړيکه هيڅ ګټه نه ورته رسوي، د الله له نبيانو څخه د دوو نبيانو: نوح او لوط عليهما السلام د مېرمنو بېلګه، هغوی دواړه د دوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، خو له مېړونو سره يې خيانت وکړ، چې د الله له لارې يې ايسارول کول او له خپلو قومونو څخه يې له کافرانو سره مرسته کوله، نو هغوی ته دې خبرې ګته ونه رسوله چې هغوی دواړه د دغو دوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، او هغوی دواړو ته وويل شول: اور ته ننوځئ د کافرانو او فاسقانو د ډلې له ننوتونکو سره يوځای.
التفاسير: