വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

external-link copy
10 : 66

ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوا امْرَاَتَ نُوْحٍ وَّامْرَاَتَ لُوْطٍ ؕ— كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَیْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَیْنِ فَخَانَتٰهُمَا فَلَمْ یُغْنِیَا عَنْهُمَا مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا وَّقِیْلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدّٰخِلِیْنَ ۟

الله د هغو کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، بېلګه بيان کړې ده، چې د هغوی له مؤمنانو سره اړيکه هيڅ ګټه نه ورته رسوي، د الله له نبيانو څخه د دوو نبيانو: نوح او لوط عليهما السلام د مېرمنو بېلګه، هغوی دواړه د دوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، خو له مېړونو سره يې خيانت وکړ، چې د الله له لارې يې ايسارول کول او له خپلو قومونو څخه يې له کافرانو سره مرسته کوله، نو هغوی ته دې خبرې ګته ونه رسوله چې هغوی دواړه د دغو دوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، او هغوی دواړو ته وويل شول: اور ته ننوځئ د کافرانو او فاسقانو د ډلې له ننوتونکو سره يوځای. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• التوبة النصوح سبب لكل خير.
رېښتينې توبه د هر خير لامل ده. info

• في اقتران جهاد العلم والحجة وجهاد السيف دلالة على أهميتهما وأنه لا غنى عن أحدهما.
د پوهې او حجت د جهاد او تورې د جهاد ترمنځ په يوځای کولو کې د هغو دواړو پر اهميت دلالت دی او پردې خبره چې يو له بل څخه نه شي مستغي کېدلی. info

• القرابة بسبب أو نسب لا تنفع صاحبها يوم القيامة إذا فرّق بينهما الدين.
د نسب او سبب خپلوي د قيامت په ورځ خپل څښتن ته ګټه نه رسوي کله چې دين يې سره بېل بېل وي. info

• العفاف والبعد عن الريبة من صفات المؤمنات الصالحات.
پاک لمني او له شک څخه لېرې والی د نېکو مؤمنو ښځو له صفتونو څخه دي. info