اې رسوله! ايا تا نه دي ليدلي، چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په اسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، کوم څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، له دريو څخه په پټه کومه خبره نه وي مګر څلورم يې په خپله پوهه هغه (الله) پاک وي، او نه د پنځو په پټه خبره وي، مګر شپږم يې په خپله پوهه هغه (الله) وي، او نه تر دغه شمېر کم او نه تر هغه زيات وي، مګر هغه په خپله پوهه ورسره وي هر چېرې چې هغوی وي، د هغوی له خبرو هيڅ هم نه ترې پټيږي، بيا به الله د قيامت په ورځ هغوی پر هغه څه خبر کړي چې کړي يې دي، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.
پرته له شکه پټې خبرې چې پر ګناه، تيري او د رسول پر سرغړونه مشتمله وي، د شيطان له لوري خپلو دوستانو ته ښايسته کړل شوې او وسوسه وي، تر څو مؤمنانو ته خپګان ورسوي پدې چې چل ورته جوړ شوی، شیطان او د عمل لره د هغه ښايسته کول؛ مؤمنانو ته هيڅ زيان رسوونکي نه دي مګر دا چې د الله خوښه او اراده وي، نو يوازې پر الله دې مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي.
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې درته وويل شي: په مجلسونو کې پراخي راولئ، نو پکې را يې ولئ، الله به مو د دنيا او آخرت په ژوند کې پراخي راولي، او کله چې درته وويل شي: چې له ځينو مجلسونو څخه پورته شئ، تر څو ځينې د فضل څښتنان پکې کېني؛ نو ترې پورته شئ، الله پاک له تاسو څخه هغه خلک لويو مرتبو ته پورته کوي چې ايمان يې راوړی او پوهه ورکړل شوې ده، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به پرې بدله درکړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مع أن الله عالٍ بذاته على خلقه؛ إلا أنه مطَّلع عليهم بعلمه لا يخفى عليه أي شيء.
سره له دې چې الله پر خپل مخلوق د ذات له پلوه لوړ دی، خو بيا هم پر هغوی خبر لري له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي.
• لما كان كثير من الخلق يأثمون بالتناجي أمر الله المؤمنين أن تكون نجواهم بالبر والتقوى.