আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
7 : 58

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— مَا یَكُوْنُ مِنْ نَّجْوٰی ثَلٰثَةٍ اِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ اِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَاۤ اَدْنٰی مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْثَرَ اِلَّا هُوَ مَعَهُمْ اَیْنَ مَا كَانُوْا ۚ— ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

اې رسوله! ايا تا نه دي ليدلي، چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په اسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، کوم څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، له دريو څخه په پټه کومه خبره نه وي مګر څلورم يې په خپله پوهه هغه (الله) پاک وي، او نه د پنځو په پټه خبره وي، مګر شپږم يې په خپله پوهه هغه (الله) وي، او نه تر دغه شمېر کم او نه تر هغه زيات وي، مګر هغه په خپله پوهه ورسره وي هر چېرې چې هغوی وي، د هغوی له خبرو هيڅ هم نه ترې پټيږي، بيا به الله د قيامت په ورځ هغوی پر هغه څه خبر کړي چې کړي يې دي، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 58

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نُهُوْا عَنِ النَّجْوٰی ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَیَتَنٰجَوْنَ بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ ؗ— وَاِذَا جَآءُوْكَ حَیَّوْكَ بِمَا لَمْ یُحَیِّكَ بِهِ اللّٰهُ ۙ— وَیَقُوْلُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ لَوْلَا یُعَذِّبُنَا اللّٰهُ بِمَا نَقُوْلُ ؕ— حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

اې رسوله! تا هغو يهودانو ته نه دي کتلي چې کله مؤمن وويني؛ نو په خپلو کې پټې خبرې سره کوي، چې الله له دغو پټو خبرو منع کړي وو، بيا هغوی همغه ته ورګرځي چې الله ترې ايسار کړي وو، او په خپلو منځو کې هغه پټې خبرې کوي چې د مؤمنانو د غيبت کولو ګناه، پر هغوی د تيري کولو او له رسول څخه سرغړونه ده، او ای رسوله! کله چې تاته راځي داسې سلام درته کوي چې الله هغه ډول سلام نه دی درته کړی، او هغه دا د هغوی وينا ده: چې پر تا دې سام يعني مرګ وي، او د نبي صلی الله عليه وسلم په درواغجن ګڼلو سره وايي: ولې الله پر هغه څه موږ ته عذاب نه راکوي چې موږ يې وايو، که چېرې هغه خپله دغه دعوا کې رېښتينی وای چې هغه نبي دی، نو الله به هرومرو موږ ته پر هغه څه سزا را کړې وای چې موږ يې د هغه په اړه وايو! هغوی ته يې په خپله وينا دوزخ د سزا په ډول بسنه کوي، چې ګرمي به يې زغمي، د هغوی د ورګرځېدو ځای ډېر بد د ورګرځېدو ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 58

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَنَاجَیْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوٰی ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه په اړه پټې خبرې مه کوئ چې پکې ګناه، تېری او د رسول سرغړونه وي، ترڅو د يهودو غوندې نه شئ، د هغه څه په اړه پټې خبرې وکړئ چې پکې د الله پيروي، د هغه له سرغړونې ايسارول وي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، الله هغه ذات دی چې د قيامت په ورځ به د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ور غونډېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 58

اِنَّمَا النَّجْوٰی مِنَ الشَّیْطٰنِ لِیَحْزُنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَیْسَ بِضَآرِّهِمْ شَیْـًٔا اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

پرته له شکه پټې خبرې چې پر ګناه، تيري او د رسول پر سرغړونه مشتمله وي، د شيطان له لوري خپلو دوستانو ته ښايسته کړل شوې او وسوسه وي، تر څو مؤمنانو ته خپګان ورسوي پدې چې چل ورته جوړ شوی، شیطان او د عمل لره د هغه ښايسته کول؛ مؤمنانو ته هيڅ زيان رسوونکي نه دي مګر دا چې د الله خوښه او اراده وي، نو يوازې پر الله دې مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 58

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوْا فِی الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوْا یَفْسَحِ اللّٰهُ لَكُمْ ۚ— وَاِذَا قِیْلَ انْشُزُوْا فَانْشُزُوْا یَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ۙ— وَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې درته وويل شي: په مجلسونو کې پراخي راولئ، نو پکې را يې ولئ، الله به مو د دنيا او آخرت په ژوند کې پراخي راولي، او کله چې درته وويل شي: چې له ځينو مجلسونو څخه پورته شئ، تر څو ځينې د فضل څښتنان پکې کېني؛ نو ترې پورته شئ، الله پاک له تاسو څخه هغه خلک لويو مرتبو ته پورته کوي چې ايمان يې راوړی او پوهه ورکړل شوې ده، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به پرې بدله درکړي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• مع أن الله عالٍ بذاته على خلقه؛ إلا أنه مطَّلع عليهم بعلمه لا يخفى عليه أي شيء.
سره له دې چې الله پر خپل مخلوق د ذات له پلوه لوړ دی، خو بيا هم پر هغوی خبر لري له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي. info

• لما كان كثير من الخلق يأثمون بالتناجي أمر الله المؤمنين أن تكون نجواهم بالبر والتقوى.
کله چې ډېری خلکو په سرګوشۍ (پټوخبرو) ګناه کوله، الله مؤمنانو ته امر وکړ چې په خپلو منځو کې پټې خبرې دې په نېکۍ او ځان ساتنه وي. info

• من آداب المجالس التوسيع فيها للآخرين.
د مجلس له ادبونو څخه د نورو لپاره ځای پراخول هم دي. info