آيا له رسول سره د پټو خبرو کولو پر مهال مخکې د خيرات ورکولو له امله له بې وزلۍ وډار شوئ؟! کله مو چې هغه څه ونه کړل چې الله له هغو امر پرې کړی دی، او ستاسو توبه يې ومنله چې د پرېښودلو رخصت يې درکړ؛ نو پر بشپړ ډول لمونځ کوئ، د خپلو مالونو زکات ورکوئ، د الله او د هغه د رسول پيروي کوئ، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې نه پټيږي، او ژر به پرې بدله درکړي.
اې رسوله! ايا تا هغو منافقانو ته نه دي کتلي چې له هغو يهودانو سره يې دوستي کړې چې الله د هغوی د کفر او ګناهونو له امله پرې غضب کړی، دغه منافقان نه له مؤمنانو او نه له يهودانو څخه دي، بلکې هغوی په منځ منځ کې دي نه له دغو څخه او نه له هغو څخه دي، او لوړې کوي چې هغوی مسلمانان دي او دا چې هغوی د مسلمانانو خبرې يهودو ته نه دي نقل کړې، او هغوی په خپلو لوړو کې درواغجن دي.
پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي همدوی په هغه ډله کې دي چې الله په دنيا او آخرت کې رسوا کړي او له کافرانو امتونو څخه يې سپک کړي دي.
الله په خپله پخوانۍ پوهه کې پرېکړه کړې چې هرومرو به زه او زما رسولان د خپلو دښمنانو پر وړاندې په حجت او ځواک سره برلاسي کيږو، پرته له شکه الله د خپلو رسولانو په مرسته ځواکمن، برلاسی دی چې د هغوی له دښمنانو به غچ اخلي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لطف الله بنبيه صلى الله عليه وسلم؛ حيث أدَّب صحابته بعدم المشقَّة عليه بكثرة المناجاة.
د الله مهرباني پر خپل نبي صلی الله عليه وسلم باندې، داسې چې د هغه صحابه يې داسې و روزل چې په زياتو پټو خبرو کولو سره پر هغه کړاو نه راولي.
• ولاية اليهود من شأن المنافقين.
له يهودانو سره دوستي د منافقانو شان دی.
• خسران أهل الكفر وغلبة أهل الإيمان سُنَّة إلهية قد تتأخر، لكنها لا تتخلف.
د کافرانو زيانمن کېدل او مؤمنانو برلاسي کېدل يوه الهي کړنلار ده، کله وروسته کيږي خو خلاف نه کيږي.