او کله چې زموږ پر رسول زموږ نازل کړی شوي ايتونه لوستل کيږي، نو هغه کسان چې کفر يې کړی د هغه قرآن په اړه چې د هغوی د رسول په لاس ورته راغلی دی وایي چې: دا خو څرګندې کوډې دي او د الله له لوري وحي نه ده.
آيا دغه مشرکان وايي چې: محمد دغه قرآن له ځانه جوړ کړی، او الله ته يې نسبت کړی؟! ای رسوله! هغوی ته ووايه: که مې له ځانه جوړ کړی وي، نو تاسو ما لره د هيڅ پلمې جوړولو واک نه لرئ، که الله سزا راکول وغواړي، نو څنګه پر هغه د درواغ تړلو له امله خپل ځان سزا ته وړاندې کړم؟! الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو په قران کې کوم عيب بيانوئ او په ما باندې کومه جرحه کوئ، الله پاک زموږ او ستاسو ترمنځ د شاهد په توګه بسنه کوي، هغه د خپلو بندګانو څخه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي او پر هغوی مهربان دی.
ای رسوله! دغو ستا د نبوت درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: زه کوم لومړنی رسول نه يم چې الله را لېږلی وي، نو تاسو زما له خوا ستاسو بلنه عجيبه ګڼئ، له ما مخکې ډېر رسولان تېر شوي، زه نه پوهېږم الله به پرما او پر تاسو په دنيا کې څه کوي، که چېرې زه د هغه څه پيروي ونه کړم چې الله يې راته وحي کوي، نو نه څه وايم او نه څه کوم مګر له هغه څه سره سم چې راته وحي کيږي، او زه يوازې داسې وېروونکی يم چې د الله له سزا څخه مو په څرګنده وېرونې سره وېروم.
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: خبر را کړئ که چېرې دغه قرآن د الله له لوري وي او تاسو کفر پرې کړی وي، او له بني اسرائيلو يو شاهد د هغه په شان کې پرهغه څه چې په تورات کې راغلي د باور له مخې پرې شاهدي هم ورکړې وي چې هغه د الله له لوري دی، هغه ايمان هم پرې راوړی وي، او تاسو له ايمان راوړلو لويي ترې کړې وي، نو داسې مهال به تاسو ظالمان نه ياست؟! له شک پرته الله ظالمو خلکو ته د حق توفيق نه ورکوي.
او هغو کسانو چې پر قرآن او هغه څه يې کفر کړی چې رسولانو يې ورته راوړي دي، وایي: که چېرې هغه څه چې محمد ورسره راغلی دی حق وای چې ښېګڼې ته يې لارښوونه کولای، نو دغه بې وزله، مرېيان او کمزوري به له موږ ور مخکې شوي نه وای. او د دې له امله چې هغوی هغه څه ته لار ونه مونده چې رسول يې ورته راوړی و، نو ژر ده چې وايي به: له دغه څه سره چې موږ ته راغلی پخواني درواغ دي او موږ د درواغو پيروي نه کوو.
او له دغه قرآن مخکې تورات هغه کتاب دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام د داسې لارښود په توګه چې حق ته پرې لار موندل کيږي او د هغه چا لپاره د رحمت په توګه نازل کړی چې ايمان يې پرې راوړی او له بني اسرائيلو يې پيروي کړې ده، او دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن په عربي ژبه داسې کتاب دی چې د مخکېنيو کتابونو تصديقوونکی دی، ترڅو هغه کسان پرې ووېروي چې پر الله د شرک او ګناهونو په ترسره کولو سره يې پر ځانونو ظلم کړی دی، او د هغو نېکي کوونکو لپاره زېری دی چې له خپل پيداکوونکي او د هغه له مخلوق سره يې اړيکه سمه کړې ده.
پرته له شکه هغه کسان چې وايي: زموږ پالونکی الله دی له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، بيا پر ايمان او نېک عمل ټينګ دريږي، نو پر هغوی به په آخرت کې د راتلونکي په اړه نه وېره وي او نه به پر هغه څه خپه کيږي چې په دنيا کې ترې پاتې دي او نه پر هغه څه چې تر شا يې پرې اېښې دي.