Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
6 : 46

وَاِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوْا لَهُمْ اَعْدَآءً وَّكَانُوْا بِعِبَادَتِهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟

سره له دې چې په دنيا کې هغوی ته هيڅ ګټه نه شي رسولای، خو کله چې د قيامت په ورځ را غونډ کړل شي، نو د هغه چا دښمنان به وي چې د دوی عبادت یي کاوه او هغوی څخه به بېزاره وي او له دې څخه به انکار کوي چې دوی د هغوی پر لمانځلو پوهېدل. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 46

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۙ— هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ

او کله چې زموږ پر رسول زموږ نازل کړی شوي ايتونه لوستل کيږي، نو هغه کسان چې کفر يې کړی د هغه قرآن په اړه چې د هغوی د رسول په لاس ورته راغلی دی وایي چې: دا خو څرګندې کوډې دي او د الله له لوري وحي نه ده. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 46

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَلَا تَمْلِكُوْنَ لِیْ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَا تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— كَفٰی بِهٖ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

آيا دغه مشرکان وايي چې: محمد دغه قرآن له ځانه جوړ کړی، او الله ته يې نسبت کړی؟! ای رسوله! هغوی ته ووايه: که مې له ځانه جوړ کړی وي، نو تاسو ما لره د هيڅ پلمې جوړولو واک نه لرئ، که الله سزا راکول وغواړي، نو څنګه پر هغه د درواغ تړلو له امله خپل ځان سزا ته وړاندې کړم؟! الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو په قران کې کوم عيب بيانوئ او په ما باندې کومه جرحه کوئ، الله پاک زموږ او ستاسو ترمنځ د شاهد په توګه بسنه کوي، هغه د خپلو بندګانو څخه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي او پر هغوی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 46

قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَاۤ اَدْرِیْ مَا یُفْعَلُ بِیْ وَلَا بِكُمْ ؕ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ وَمَاۤ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

ای رسوله! دغو ستا د نبوت درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: زه کوم لومړنی رسول نه يم چې الله را لېږلی وي، نو تاسو زما له خوا ستاسو بلنه عجيبه ګڼئ، له ما مخکې ډېر رسولان تېر شوي، زه نه پوهېږم الله به پرما او پر تاسو په دنيا کې څه کوي، که چېرې زه د هغه څه پيروي ونه کړم چې الله يې راته وحي کوي، نو نه څه وايم او نه څه کوم مګر له هغه څه سره سم چې راته وحي کيږي، او زه يوازې داسې وېروونکی يم چې د الله له سزا څخه مو په څرګنده وېرونې سره وېروم. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 46

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَكَفَرْتُمْ بِهٖ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی مِثْلِهٖ فَاٰمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: خبر را کړئ که چېرې دغه قرآن د الله له لوري وي او تاسو کفر پرې کړی وي، او له بني اسرائيلو يو شاهد د هغه په شان کې پرهغه څه چې په تورات کې راغلي د باور له مخې پرې شاهدي هم ورکړې وي چې هغه د الله له لوري دی، هغه ايمان هم پرې راوړی وي، او تاسو له ايمان راوړلو لويي ترې کړې وي، نو داسې مهال به تاسو ظالمان نه ياست؟! له شک پرته الله ظالمو خلکو ته د حق توفيق نه ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 46

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْ كَانَ خَیْرًا مَّا سَبَقُوْنَاۤ اِلَیْهِ ؕ— وَاِذْ لَمْ یَهْتَدُوْا بِهٖ فَسَیَقُوْلُوْنَ هٰذَاۤ اِفْكٌ قَدِیْمٌ ۟

او هغو کسانو چې پر قرآن او هغه څه يې کفر کړی چې رسولانو يې ورته راوړي دي، وایي: که چېرې هغه څه چې محمد ورسره راغلی دی حق وای چې ښېګڼې ته يې لارښوونه کولای، نو دغه بې وزله، مرېيان او کمزوري به له موږ ور مخکې شوي نه وای. او د دې له امله چې هغوی هغه څه ته لار ونه مونده چې رسول يې ورته راوړی و، نو ژر ده چې وايي به: له دغه څه سره چې موږ ته راغلی پخواني درواغ دي او موږ د درواغو پيروي نه کوو. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 46

وَمِنْ قَبْلِهٖ كِتٰبُ مُوْسٰۤی اِمَامًا وَّرَحْمَةً ؕ— وَهٰذَا كِتٰبٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِیًّا لِّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۖۗ— وَبُشْرٰی لِلْمُحْسِنِیْنَ ۟

او له دغه قرآن مخکې تورات هغه کتاب دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام د داسې لارښود په توګه چې حق ته پرې لار موندل کيږي او د هغه چا لپاره د رحمت په توګه نازل کړی چې ايمان يې پرې راوړی او له بني اسرائيلو يې پيروي کړې ده، او دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن په عربي ژبه داسې کتاب دی چې د مخکېنيو کتابونو تصديقوونکی دی، ترڅو هغه کسان پرې ووېروي چې پر الله د شرک او ګناهونو په ترسره کولو سره يې پر ځانونو ظلم کړی دی، او د هغو نېکي کوونکو لپاره زېری دی چې له خپل پيداکوونکي او د هغه له مخلوق سره يې اړيکه سمه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 46

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

پرته له شکه هغه کسان چې وايي: زموږ پالونکی الله دی له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، بيا پر ايمان او نېک عمل ټينګ دريږي، نو پر هغوی به په آخرت کې د راتلونکي په اړه نه وېره وي او نه به پر هغه څه خپه کيږي چې په دنيا کې ترې پاتې دي او نه پر هغه څه چې تر شا يې پرې اېښې دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 46

اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي د جنت څښتنان دي تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، دا د هغوی لپاره د هغو نېکو کړنو بدله ده چې په دنيا کې يې وړاندې کړي وو. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• كل من عُبِد من دون الله ينكر على من عبده من الكافرين.
له الله پرته چې هرڅوک لمانځل کيږي هغه به خپلو لمانځونکو کافرانو څخه نټه[رد او انکار] کوي. info

• عدم معرفة النبي صلى الله عليه وسلم بالغيب إلا ما أطلعه الله عليه منه.
د نبي صلی الله عليه وسلم پر پټو(غیبو) نه پوهېدل، مګر هغه څه چې الله يې پرې خبر کړي. info

• وجود ما يثبت نبوّة نبينا صلى الله عليه وسلم في الكتب السابقة.
په پخوانيو کتابونو کې د هغه څه شتون چې د نبي صلی الله عليه وسلم نبوت ترې ثابتيږي. info

• بيان فضل الاستقامة وجزاء أصحابها.
پر دين د ټيګ پاتې کېدو د غوروالي بيان او د هغو د څښتنانو بدله. info