او انسان ته مو په ټينګه امر کړی چې له خپل موراوپلار سره ښېګڼه وکړي، چې د هغوی په ژوند کې او د هغوی له مرګ وروسته په هغه څه کې نيکي ورسره وکړي چې په هغو کې د شريعت مخالفت نه وي، او په ځانګړي ډول له مور سره يې چې په سختۍ يې په ګېډه کې و، او په سختۍ يې وزېږولو، او د هغه په ګېډه کېدو او له تي څخه بېلېدو نېټه دېرش مياشتې ده، کله يې چې دواړه عقلي او بدني ځواکونه بشپړ شول او څلوېښت کلنۍ ته ورسېد ويې ويل: ای زما پالونکيه! ماته وښيه چې پر هغه پېرزوينه چې ما او زما پر موراوپلار دې کړې ستا شکر وباسم، او دا راته وښيه چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې خوښ شې او له ما يې قبول کړه، او زما اولادونه راته نېک کړه، ما تاته له خپلو ګناهونو توبه اېستلې ده او زه ستا پيروۍ ته له غاړه اېښودونکو څخه يم او ستا امرونو ته سر ټيټوونکی يم.
دا هغه کسان دي چې کوم غوره کارونه يې کړي هغه ترې قبلوو، او له بديو يې ور تېرېږو، پر هغو يې نه نيسو، او هغوی په ټوله کې له جنتیانو دي، دغه ژمنه چې ورسره شوې ده حق ژمنه ده، هرومرو به ترسره کيږي.
او هغه کس چې خپل مور او پلار ته يې وويل: تاسو لره دي تباهي وي، آيا تاسو ماته ژمنه راکوئ چې له مرګ وروسته به زه بېرته له قبره ژوندی راوځم، حال دا چې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي، او خلک پکې مړ شوي او له هغوی هيڅوک هم بېرته نه دي ژوندي شوي؟! او مور او پلار يې له الله څخه مرسته غواړي چې زوی ته يې د ايمان لار وښيي، او دوی دواړه زوی ته وايي: تا لره به تباهي وي که پر بېرته ژوندي کېدو ايمان را نه وړې، نو ايمان پرې راوړه، له شک پرته د بېرته را ژوندي کېدو په اړه د الله ژمنه حق ده، هيڅ شک پکې نشته، خو هغه د بېرته را ژوندي کېدو څخه د نوي نټه کوونکي په توګه وايي: دا د بېرته راژوندي کېدو په اړه چې څه ويل کيږي دا يوازې له پخوانيو کتابونو څخه را نقل شوې دي او هغه څه دي چې هغوی ليکلي دي، له الله څخه ثابت نه دي.