بېشکه هغه کسان چې ويل يې: زموږ پالونکی الله دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته او د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ټينګ هم شول، هغوی ته د مرګ د حاضرېدو پر مهال به پر هغوی پرېښتې را نازليږي ورته به وايي: له مرګ او له هغه وروسته حالت څخه مه وېرېږئ او مه په هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو پرې ايښي دي، او په هغه جنت خوشحاله شئ چې په دنيا کې مو پر الله د ايمان راوړلو او نېک عمل کولو له امله ژمنه درسره کېدله.
او هيڅوک تر هغه غوره وينا والا نه دی چې د الله يووالي او د هغه پر شريعت عمل کولو ته بلنه کوي، او نېک عمل کوي چې پالونکی يې خوشحالوي او وايي: له شک پرته زه له مسلمانانو الله ته له غاړه اېښودونکو يم، نو چا چې دغه ټول وکړل، هغه تر ټولو خلکو د غوره وينا والا دی.
او که په هر وخت کې شيطان د شر وسوسه در واچوله، نو په الله پورې پناه غواړه او هغه ته مخه کوه، بېشکه هغه د هغه څه اورېدونکی دی چې ته يې وايې او ستا پر حال ښه پوه دی.
د الله پر لويي او يووالي له دلالت کوونکو نښانو څخه شپه او ورځ يو او بل پسې په راتلوسره، لمر او سپوږمۍ دي، ای خلکو مه لمر ته سجده کوئ، مه سپوږمۍ ته سجده کوئ، يوازې هغه الله ته سجده کوئ چې دا ټول يې پيداکړي دي که چېرې تاسو په حقه د هغه عبادت کوئ.
که چېرې هغوی لويي کوي او مخ اړوي، او پيداکوونکي الله ته سجده نه کوي، نو هغه پرېښتې چې له الله سره دي هغوی يې پاکي بيانوي او په شپه او ورځ دواړو کې د هغه پاک ذات ستاينه کوي او هغوی يې له بنده ګۍ کولو ستړې کيږي هم نه.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• منزلة الاستقامة عند الله عظيمة.
د استقامت مرتبه د الله په وړاندې ډېره لويه ده.
• كرامة الله لعباده المؤمنين وتولِّيه شؤونهم وشؤون مَن خلفهم.
د الله لخوا د مؤمنو بندګانو درناوی او د هغوی او څوک چې له هغوی وروسته دي د هغوی د چارو پر غاړه اخېستل.
• مكانة الدعوة إلى الله، وأنها أفضل الأعمال.
د الله لوري ته د بلنې مرتبه او دا چې دا تر ټولو غوره عمل دی.
• الصبر على الإيذاء والدفع بالتي هي أحسن خُلُقان لا غنى للداعي إلى الله عنهما.
پر آزار صبر کول او په ښه ډول د چا ځواب ورکول داسې خويونه دي چې د الله لوري ته بلونکي له دغو دواړو څخه نه شي مستغني کېدلای.