የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
30 : 41

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

بېشکه هغه کسان چې ويل يې: زموږ پالونکی الله دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته او د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ټينګ هم شول، هغوی ته د مرګ د حاضرېدو پر مهال به پر هغوی پرېښتې را نازليږي ورته به وايي: له مرګ او له هغه وروسته حالت څخه مه وېرېږئ او مه په هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو پرې ايښي دي، او په هغه جنت خوشحاله شئ چې په دنيا کې مو پر الله د ايمان راوړلو او نېک عمل کولو له امله ژمنه درسره کېدله. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 41

نَحْنُ اَوْلِیٰٓؤُكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْۤ اَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَدَّعُوْنَ ۟ؕ

موږ مو د دنيا په ژوندانه کې دوستان يو، سمه لار مو درته ښودله او ساتلئ مو، او په آخرت کې مو دوستان يو، نو زموږ دوستي ستاسو سره تلپاتې ده، او په جنت کې به ستاسو لپاره هغه مزې او خوندونه وي چې زړونه مو يې غواړي، او هلته به تاسو لره وي هر هغه څه چې غواړئ يې کوم څه ته مو چې زړونه کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 41

نُزُلًا مِّنْ غَفُوْرٍ رَّحِیْمٍ ۟۠

چمتو شوې روزي ستاسو د مېلمستيا لپاره د بښونکي رب له لورې، د هغه چا د ګناهونو د بښونکي له لوري چې له بندګانو يې څوک توبه ورته وباسي، پر هغوی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 41

وَمَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَّقَالَ اِنَّنِیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

او هيڅوک تر هغه غوره وينا والا نه دی چې د الله يووالي او د هغه پر شريعت عمل کولو ته بلنه کوي، او نېک عمل کوي چې پالونکی يې خوشحالوي او وايي: له شک پرته زه له مسلمانانو الله ته له غاړه اېښودونکو يم، نو چا چې دغه ټول وکړل، هغه تر ټولو خلکو د غوره وينا والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 41

وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیِّئَةُ ؕ— اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِیْ بَیْنَكَ وَبَیْنَهٗ عَدَاوَةٌ كَاَنَّهٗ وَلِیٌّ حَمِیْمٌ ۟

او نه برابريري د هغو نېکيو او پيرويو ترسره کول چې الله خوشحالوي او نه د هغو بديو او ګناهونو کول چې الله غوسه کوي، له خلکو چې څوک بدي درسره کوي د هغوی بدي په داسې طريقه له منځه يوسه چې ښه وي، نو هغه څوک چې ستا او د هغه ترمنځ پخوانۍ دښمني وه، کله چې د هغه د بدۍ ځواب له هغه سره په نېکۍ کولو ورکړې، نو هغه به لکه نېږدې خپل مهربانه شي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 41

وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا ۚ— وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا ذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟

د دغه ستايل شوي عادت لپاره يوازې هغو خلکو ته توفيق ورکول کيږي چې پر آزار او هغه څه يې صبر کړی وي چې د خلکو لخوا ورسره مخ شوی وي، او يوازې د لويې برخې څښتن ته د هغې توفيق ورکول کيږي، ځکه په دې کې زيات خير او ډېره ګټه ده. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 41

وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او که په هر وخت کې شيطان د شر وسوسه در واچوله، نو په الله پورې پناه غواړه او هغه ته مخه کوه، بېشکه هغه د هغه څه اورېدونکی دی چې ته يې وايې او ستا پر حال ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 41

وَمِنْ اٰیٰتِهِ الَّیْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ؕ— لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَهُنَّ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟

د الله پر لويي او يووالي له دلالت کوونکو نښانو څخه شپه او ورځ يو او بل پسې په راتلوسره، لمر او سپوږمۍ دي، ای خلکو مه لمر ته سجده کوئ، مه سپوږمۍ ته سجده کوئ، يوازې هغه الله ته سجده کوئ چې دا ټول يې پيداکړي دي که چېرې تاسو په حقه د هغه عبادت کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 41

فَاِنِ اسْتَكْبَرُوْا فَالَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ یُسَبِّحُوْنَ لَهٗ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا یَسْـَٔمُوْنَ ۟

که چېرې هغوی لويي کوي او مخ اړوي، او پيداکوونکي الله ته سجده نه کوي، نو هغه پرېښتې چې له الله سره دي هغوی يې پاکي بيانوي او په شپه او ورځ دواړو کې د هغه پاک ذات ستاينه کوي او هغوی يې له بنده ګۍ کولو ستړې کيږي هم نه. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• منزلة الاستقامة عند الله عظيمة.
د استقامت مرتبه د الله په وړاندې ډېره لويه ده. info

• كرامة الله لعباده المؤمنين وتولِّيه شؤونهم وشؤون مَن خلفهم.
د الله لخوا د مؤمنو بندګانو درناوی او د هغوی او څوک چې له هغوی وروسته دي د هغوی د چارو پر غاړه اخېستل. info

• مكانة الدعوة إلى الله، وأنها أفضل الأعمال.
د الله لوري ته د بلنې مرتبه او دا چې دا تر ټولو غوره عمل دی. info

• الصبر على الإيذاء والدفع بالتي هي أحسن خُلُقان لا غنى للداعي إلى الله عنهما.
پر آزار صبر کول او په ښه ډول د چا ځواب ورکول داسې خويونه دي چې د الله لوري ته بلونکي له دغو دواړو څخه نه شي مستغني کېدلای. info