او تاسو په خپله نه پټول کله مو چې ګناهونه کول، تردې چې بيا مو غوږونو، سترګو او پوستکو ستاسو پر خلاف شاهدي نه ورکولای، ځکه تاسو له مرګ وروسته پر حساب، سزا او ثواب باور نه لرلو، خو تاسو ګومان کولو چې الله پاک پر ډېری هغه څه نه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، بلکې له هغه پټيږي، نو په دوکه کې شوئ.
نو که دغه کسان چې غوږونو، سترګو او پوستکو يې پر خلاف شاهدي ورکړه صبر وکړي، نو اور يې هستوګنځی او پناه ځای دی چې ورځي به، او که د عذاب پورته کېدل او له هغوی څخه د الله د رضايت غوښتنه وکړي، نو بيا به هم هغوی د الله رضا ترلاسه کوونکي او د تل لپاره جنت ته ننوتونکي نه وي.
او کومو خلکو چې پر الله کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي هغو ته به د قيامت په ورځ هرومرو سخت عذاب ور وڅکو، او هرومرو به ترټولو بده د هغه شرک او ګناهونو سزا ورکړو چې کول يې دا به د هغوی لپاره د بدو کړنو عذاب وي.
دغه ياده شوې سزا د الله د هغو دښمنانو سزا ده چې پر هغه يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي: اور چې د هغوی لپاره به تلپاتې کېدل وي پکې او هيڅکله به پای ته ونه رسيږي، دا د هغوی د الله له آيتونو د انکار او پر هغو د ايمان نه راوړلو جزا ده، سره له دې چې هغه آيتونه څرګند او حجت يې قوي و.