ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
21 : 41

وَقَالُوْا لِجُلُوْدِهِمْ لِمَ شَهِدْتُّمْ عَلَیْنَا ؕ— قَالُوْۤا اَنْطَقَنَا اللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْطَقَ كُلَّ شَیْءٍ وَّهُوَ خَلَقَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او کافران به خپلو پوستکو ته ووايي: ولې مو زموږ پر خلاف د هغه څه شاهدي وويله چې موږ په دنيا کې کول؟! پوستکي به خپلو څښتنانو ته په ځواب ورکولو ووايي: هغه الله وغږولو چې هرڅه يې غږولي دي، او هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست کله چې په دنيا کې واست، او په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 41

وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَتِرُوْنَ اَنْ یَّشْهَدَ عَلَیْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُوْدُكُمْ وَلٰكِنْ ظَنَنْتُمْ اَنَّ اللّٰهَ لَا یَعْلَمُ كَثِیْرًا مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟

او تاسو په خپله نه پټول کله مو چې ګناهونه کول، تردې چې بيا مو غوږونو، سترګو او پوستکو ستاسو پر خلاف شاهدي نه ورکولای، ځکه تاسو له مرګ وروسته پر حساب، سزا او ثواب باور نه لرلو، خو تاسو ګومان کولو چې الله پاک پر ډېری هغه څه نه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، بلکې له هغه پټيږي، نو په دوکه کې شوئ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 41

وَذٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِیْ ظَنَنْتُمْ بِرَبِّكُمْ اَرْدٰىكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

دا ستاسو هغه بد ګومان و چې پر خپل پالونکي مو کړی و چې تباه يې کړئ، نو د دغه له امله له داسې تاوانيانو وګرځېدلئ چې په دنيا او آخرت کې مو تاوان وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 41

فَاِنْ یَّصْبِرُوْا فَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ؕ— وَاِنْ یَّسْتَعْتِبُوْا فَمَا هُمْ مِّنَ الْمُعْتَبِیْنَ ۟

نو که دغه کسان چې غوږونو، سترګو او پوستکو يې پر خلاف شاهدي ورکړه صبر وکړي، نو اور يې هستوګنځی او پناه ځای دی چې ورځي به، او که د عذاب پورته کېدل او له هغوی څخه د الله د رضايت غوښتنه وکړي، نو بيا به هم هغوی د الله رضا ترلاسه کوونکي او د تل لپاره جنت ته ننوتونکي نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 41

وَقَیَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَیَّنُوْا لَهُمْ مَّا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ۚ— اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ ۟۠

او د دغو کافرانو لپاره مو له شيطانانو داسې ملګري چمتو کړل چې تل به روسره وو، نو په دنيا کې يې د هغوی بدې کړنې ورته ښايسته کړې او د آخرت وروسته راتلونکی امر يې ورته ښايسته کړ، نو د هغو په يادول او پر هغو عمل کول يې ترې هېر کړل، او له پېريانو او انسانانو چې کوم امتونه تېر شوي دي د هغوی په ډله کې يې پر دوی هم عذاب لازم شو، بېشکه هغوی تاوانيان وو چې ځانونه او کورنۍ يې د قيامت په ورځ اور ته په ننوتلو تاوانيان کړل. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 41

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَسْمَعُوْا لِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَالْغَوْا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُوْنَ ۟

او کافرانو په خپل منځ کې د سپارښتنې په ډول هغه مهال چې د دليل په مقابل کې له دليل راوړلو عاجزه شول وويل: دغه قران ته چې محمد يې پرتاسو لولي غوږ مه نيسئ او مه هغه څه ته غاړه ږدئ چې پکې دي، او چېغې وهئ او د هغو د لوستلو پر مهال مو آوازونه پورته کوئ، کيدای شي چې په دې سره تاسو پر هغه برلاسي شئ، نو د هغه لوستل او هغه ته بلنه به پرېږدي او تاسو به ترې په آرامه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 41

فَلَنُذِیْقَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَذَابًا شَدِیْدًا وَّلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

او کومو خلکو چې پر الله کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي هغو ته به د قيامت په ورځ هرومرو سخت عذاب ور وڅکو، او هرومرو به ترټولو بده د هغه شرک او ګناهونو سزا ورکړو چې کول يې دا به د هغوی لپاره د بدو کړنو عذاب وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 41

ذٰلِكَ جَزَآءُ اَعْدَآءِ اللّٰهِ النَّارُ ۚ— لَهُمْ فِیْهَا دَارُ الْخُلْدِ ؕ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟

دغه ياده شوې سزا د الله د هغو دښمنانو سزا ده چې پر هغه يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي: اور چې د هغوی لپاره به تلپاتې کېدل وي پکې او هيڅکله به پای ته ونه رسيږي، دا د هغوی د الله له آيتونو د انکار او پر هغو د ايمان نه راوړلو جزا ده، سره له دې چې هغه آيتونه څرګند او حجت يې قوي و. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 41

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا رَبَّنَاۤ اَرِنَا الَّذَیْنِ اَضَلّٰنَا مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ اَقْدَامِنَا لِیَكُوْنَا مِنَ الْاَسْفَلِیْنَ ۟

او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له پېريانو او انسانانو هغه خلک راوښيه چې موږ يې لارورکي کړي وو، ابليس را وښيه چې د کفر او کفر ته د بلنې بنسټ يې اېښی دی او د آدم هغه زوی چې د وينې تويولو بنسټ يې اېښی دی، هغوی دواړه به په دوزخ کې ترخپلو پښو لاندې کړو، تر څو هغوی دواړه تر ټولو هغو خلکو ښکته شي چې هغوی تر ټولو سخت د اور د عذاب والا دي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• سوء الظن بالله صفة من صفات الكفار.
د الله په اړه بدګوماني د کافرانو له صفتونو څخه ده. info

• الكفر والمعاصي سبب تسليط الشياطين على الإنسان.
کفر او ګناهونه د شیطان لپاره پر انسان د ولکې لامل دي. info

• تمنّي الأتباع أن ينال متبوعوهم أشدّ العذاب يوم القيامة.
د پيروانو دا هيله کول چې د هغوی مشرانو ته د قيامت په ورځ تر ټولو سخت عذاب ور ورسيږي. info