ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
47 : 41

اِلَیْهِ یُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ ؕ— وَمَا تَخْرُجُ مِنْ ثَمَرٰتٍ مِّنْ اَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ اُ وَلَا تَضَعُ اِلَّا بِعِلْمِهٖ ؕ— وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ اَیْنَ شُرَكَآءِیْ ۙ— قَالُوْۤا اٰذَنّٰكَ ۙ— مَا مِنَّا مِنْ شَهِیْدٍ ۟ۚ

يوازې الله ته د قيامت پوهه ورګرځي، نو يوازې هغه پوهيږي چې کله رامنځته کېدونکی دی، له هغه پرته بل څوک نه پرې پوهيږي، او هيڅ مېوې له خپلو هغو وږو(پوښونو) نه راوځي چې ساتي يې، او نه کومه ښځينه بار اخلي او نه يې زيږوي مګر د هغه په پوهه، له دغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، کله چې الله هغو مشرکانو ته آواز وکړي چې له هغه سره يې د بوتانو عبادت کاوه،په دې حال کې چې رټنه به ورکوي هغوی لره د بوتانو په عبادت ورته به ووايي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو يې د شريکانو ګومان کولو؟ مشرکان به ووايي: ستا مخکې مو اقرار وکړ، هيڅوک له موږه اوس دا شاهدي نه ورکوي چې تا لره شريک شته. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 41

وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَدْعُوْنَ مِنْ قَبْلُ وَظَنُّوْا مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟

او له هغوی به هغه بوتان ورک شي چې بنده ګي يې کوله او دا باور به وکړي چې هغوی لره د الله له عذابه هيڅ د تېښتې او پناه ځای نشته. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 41

لَا یَسْـَٔمُ الْاِنْسَانُ مِنْ دُعَآءِ الْخَیْرِ ؗ— وَاِنْ مَّسَّهُ الشَّرُّ فَیَـُٔوْسٌ قَنُوْطٌ ۟

انسان د روغتيا، مال، بچي او داسې نورو نعمتونو له غوښتولو نه ستړی کيږي، خو که بې وزلي ناروغي او دېته ورته څه ورته ورسي، نو هغه بيا ډېر ناهيلی او د الله له رحمته نا اميده وي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 41

وَلَىِٕنْ اَذَقْنٰهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنْ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَیَقُوْلَنَّ هٰذَا لِیْ ۙ— وَمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّجِعْتُ اِلٰی رَبِّیْۤ اِنَّ لِیْ عِنْدَهٗ لَلْحُسْنٰی ۚ— فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِمَا عَمِلُوْا ؗ— وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنْ عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟

که موږ له خپل لوري هغه ته له هغې ستونزې او ناروغۍ چې ور رسېدلې ده وروسته روغتيا او سلامتي ور وڅکو هرومرو به وايي: دا زما لپاره وه، ځکه زه يې اهل او وړ وم، او زه ګومان نه کوم قيامت راتلونکی دی، که فرض کړو قيامت راشي، نو بيا به هم ما لره له الله سره شتمني او مال وي، لکه څنګه يې چې په دنيا کې پر ما پېرزوينه کړې ده، چې زه د دغه مستحق يم، همداسې به په آخرت کې پر ما پېرزوينه وکړي، نو هرومرو به هغه خلک خبر کړو چې پر الله يې کفر کړی پر هغه څه چې کوم کفر او ګناهونه يې کړي دي، او هرومرو به سخترين عذاب ور وڅکو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 41

وَاِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَنَاٰ بِجَانِبِهٖ ۚ— وَاِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُوْ دُعَآءٍ عَرِیْضٍ ۟

او کله چې پر انسان د روغتيا، سلامتۍ او ورته پېرزوينې ولوروو، نو د الله له ياد او پيروۍ بې پروا شي، او د تکبر له امله مخ اړوي او په څنګ شي، او کله چې ناروغي، بې وزلي او ورته څه ور ورسيږي، نو هغه الله لره د ډېرې دعا کوونکی وي، له هغه څه ورته شکایت کوي چې ور رسېدلي دي تر څو يې ترې لرې کړي، نو هغه د خپل پالونکي شکر نه باسي، کله چې پرې پېرزوينه وکړي او کله چې وازمويل شي پر ازموينه يې صبر نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 41

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهٖ مَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِیْ شِقَاقٍ بَعِیْدٍ ۟

ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې دغه قرآن د الله له لوري وي، بيا تاسو کفر پرې کړی وي او درواغ مو ګنلی وي، نو حال به مو څنګه وي؟! او له هغه چا به زيات لار ورکی څوک وي چې د حق د ښکاره کېدو سربېره له هغو سره په ضد وي سره له دې چې دليل يې ښکاره او قوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 41

سَنُرِیْهِمْ اٰیٰتِنَا فِی الْاٰفَاقِ وَفِیْۤ اَنْفُسِهِمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُ الْحَقُّ ؕ— اَوَلَمْ یَكْفِ بِرَبِّكَ اَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟

د قريشو کافرانو ته به د ځمکې په لر او بر کې خپلې هغه نښانې ور وښيو چې الله مسلمانانو ته کومې برياوې ورکړې دي، او د مکې په فتحه کې به د هغوی په ځانو کې خپلې نښانې ور وښيو، تردې چې د هغوی لپاره هغه څه ښکاره شي چې شک له منځه وړي، او آيا د دغو مشرکانو لپاره دا بسنه نه کوي چې قرآن د الله په شاهدۍ حق دی او دا چې هغه د الله له لوري دی؟! او له الله لوی شاهد څوک کېدای شي؟! که چېرې هغوی حق ليدلای شوای، نو د خپل پالونکي شهادت به يې بسنه ورته کړې وای. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 41

اَلَاۤ اِنَّهُمْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآءِ رَبِّهِمْ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطٌ ۟۠

خبر اوسئ چې مشرکان د قيامت په ورځ د خپل پالونکي سره له مخامخ کېدو په شک کې دي، ځکه هغوی له بېرته را پاڅېدو انکار کوي، نو هغوی پر آخرت ايمان نه لري، له همدې امله د هغې لپاره په نېک عمل چمتووالی نه نيسي، خبر اوسئ بېشکه الله پر هر څه ځواکمن، پوهه او قدرت يې پر هرڅه چاپېر دي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• علم الساعة عند الله وحده.
د قيامت پوهه يوازې له الله سره ده. info

• تعامل الكافر مع نعم الله ونقمه فيه تخبط واضطراب.
د کافرانو تعامل د الله د نعمتونو او د عذابونو سره د لیونتوب او ګډوډۍ دی info

• إحاطة الله بكل شيء علمًا وقدرة.
د الله د علم او د قدرت ګیره په هر شی ده. info