هغه پوهيږي پر هغه اوبو او شنه ګيا چې په ځمکه کې ننوزي، او پوهيږي پر هغه شنه ګيا او نورو شيانو چې ترې وځي او پوهيږي پر هغه باران، پرېښتو او روزي چې له آسامانه راکوزيږي، او پوهيږي پر هغو پرېښتو، د خپلو بندګانو پر کړنو او روحونو يې چې آسمان ته خيژي، او هغه پر خپلو مؤمنو بندګانو مهربان دی، د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه ورته وباسي.
او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی وويل: هيڅکله به موږ ته قیامت را نه شي، ای رسوله! ورته ووايه: ولې نه، په الله قسم، هرومرو به هغه قيامت درته راشي چې درواغ يې ګڼئ، خو د دغه پر وخت يوازې الله پوهيږي، همغه پاک ذات د قيامت او نورو په پټو پوه دی، د هغه پاک ذات له پوهې نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې د کوچني ميږي په اندازه څه پټيږي او نه له دغه ياد شوي څخه کوچنی او نه ترې لوی پټيږي، مګر هغه په څرګند کتاب کې ليکل شوي دي، چې هغه داسې لوح محفوظ دی چې تر قيامته پېښېدونکي هر څه پکې ليکل شوي دي.
او هغه کسان چې زموږ د نازل کړو آيتونو د باطلولو هڅې يې کړې دي او په اړه يې ويلي: چې دا کوډې دي او زموږ د رسول په اړه يې ويلي: کاهن، کوډګر او شاعر دی، پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره د قيامت په ورځ ترټولو بد او سخت عذاب دی.
او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی ځينو ته يې د تعجب او پر هغه څه چې رسول صلی الله عليه وسلم راوړي د ملنډو وهلو په توګه وويل: آيا داسې سړی در ونه ښيو چې تاسو ته خبر درکوي چې کله تاسې مړه شئ او ټوټې ټوټې شئ، تاسو به بېرته له مرګ وروسته مو ژوندي را پاڅول کېږئ؟!.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• سعة علم الله سبحانه المحيط بكل شيء.
د الله د پوهې پراخي چې پر هرڅه چاپېره ده.
• فضل أهل العلم.
د پوهې د څښتنانو فضيلت.
• إنكار المشركين لبعث الأجساد تَنَكُّر لقدرة الله الذي خلقهم.
د مشرکانو له لوري د جسدونو د بېرته راپاڅولو څخه انکار کول د الله د هغه ځواک څخه انکار کول دي چې هغوی يې پيداکړي دي.