《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

سبا

每章的意义:
بيان أحوال الناس مع النعم، وسنة الله في تغييرها.
له نعمتونو سره د خلکو د حالاتو بيان او د هغو په بدلولو کې د الله کړنلاره. info

external-link copy
1 : 34

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

ټول د کمال او د جمال صفتونه يوازې هغه الله لره دي چې ټول هغه څه چې په آسمانونو کې او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي په دې حال کې چې هغه پیداکړي او هغه یې مالک دی او دهغه د څارنې لاندې دي، او هغه پاک ذات لره په آخرت کې ستاينه ده، هغه په خپل پيدايښت کې مخلوق لره او هغوی ته په پوره پاملرنه کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه خبر دی، چې له هغه هيڅ شی هم نه شي پټېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 34

یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ الرَّحِیْمُ الْغَفُوْرُ ۟

هغه پوهيږي پر هغه اوبو او شنه ګيا چې په ځمکه کې ننوزي، او پوهيږي پر هغه شنه ګيا او نورو شيانو چې ترې وځي او پوهيږي پر هغه باران، پرېښتو او روزي چې له آسامانه راکوزيږي، او پوهيږي پر هغو پرېښتو، د خپلو بندګانو پر کړنو او روحونو يې چې آسمان ته خيژي، او هغه پر خپلو مؤمنو بندګانو مهربان دی، د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه ورته وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَاْتِیْنَا السَّاعَةُ ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتَاْتِیَنَّكُمْ ۙ— عٰلِمِ الْغَیْبِ ۚ— لَا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَلَاۤ اَصْغَرُ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرُ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی وويل: هيڅکله به موږ ته قیامت را نه شي، ای رسوله! ورته ووايه: ولې نه، په الله قسم، هرومرو به هغه قيامت درته راشي چې درواغ يې ګڼئ، خو د دغه پر وخت يوازې الله پوهيږي، همغه پاک ذات د قيامت او نورو په پټو پوه دی، د هغه پاک ذات له پوهې نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې د کوچني ميږي په اندازه څه پټيږي او نه له دغه ياد شوي څخه کوچنی او نه ترې لوی پټيږي، مګر هغه په څرګند کتاب کې ليکل شوي دي، چې هغه داسې لوح محفوظ دی چې تر قيامته پېښېدونکي هر څه پکې ليکل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 34

لِّیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟

الله هغه څه ثابت کړل چې په لوح محفوظ کې يې ثابت کړل، ترڅو هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، همدوی پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو بښنه ده، چې پر هغوی به يې نه نیسي، او هغوی لره عزتمنه روزي ده، چې د قيامت په ورځ د هغه جنت دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 34

وَالَّذِیْنَ سَعَوْ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟

او هغه کسان چې زموږ د نازل کړو آيتونو د باطلولو هڅې يې کړې دي او په اړه يې ويلي: چې دا کوډې دي او زموږ د رسول په اړه يې ويلي: کاهن، کوډګر او شاعر دی، پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره د قيامت په ورځ ترټولو بد او سخت عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 34

وَیَرَی الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ ۙ— وَیَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟

او د صحابه و علماء او د کتاب د څښتنانو له علماوو څخه چې چا ايمان راوړی د دې خبرې شاهدي ورکوي چې کومه وحي چې الله تاته نازله کړې هغه داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته او هغه برلاسي لوري ته لارښوونه کوي چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، چې په دنيا او آخرت کې ستايل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ یُّنَبِّئُكُمْ اِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۙ— اِنَّكُمْ لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ

او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی ځينو ته يې د تعجب او پر هغه څه چې رسول صلی الله عليه وسلم راوړي د ملنډو وهلو په توګه وويل: آيا داسې سړی در ونه ښيو چې تاسو ته خبر درکوي چې کله تاسې مړه شئ او ټوټې ټوټې شئ، تاسو به بېرته له مرګ وروسته مو ژوندي را پاڅول کېږئ؟!. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• سعة علم الله سبحانه المحيط بكل شيء.
د الله د پوهې پراخي چې پر هرڅه چاپېره ده. info

• فضل أهل العلم.
د پوهې د څښتنانو فضيلت. info

• إنكار المشركين لبعث الأجساد تَنَكُّر لقدرة الله الذي خلقهم.
د مشرکانو له لوري د جسدونو د بېرته راپاڅولو څخه انکار کول د الله د هغه ځواک څخه انکار کول دي چې هغوی يې پيداکړي دي. info