او کله چې پر دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو زموږ پر رسول نازل کړل شوي څرګند آيتونه لوستل کيږي چې هيڅ پټوالی پکې نشته هغوی وايي: دغه سړی چې له کوم څه سره راغلی داسې يو سړی دی چې غواړي له هغه څه مو را وګرځوي چې ستاسو پلرونه پرې وو، او وايي: دغه قرآن نه دی مګر داسې يو درواغ چې هغه پر الله تړلي دي، او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی قرآن چې کله د الله له لوري ورته راغی ويل به يې: نه دی دغه مګر څرګند جادو، ددې دپاره چې د سړي او مېرمنې ترمنځ بېلتون راولي او د زوی او د پلار تر منځ.
او موږ نه هغوی ته داسې کتابونه ورکړي وو چې هغوی لوستلای تر څو يې د دوې دې خبرې ته لارښوونه کړې وای چې دغه قرآن داسې درواغ دي چې محمد له ځانه جوړ کړي، او ای رسوله! نه مو هغوی ته ستا له لېږلو مخکې رسول لېږلی چې هغوی يې د الله له عذابه وېرولي وای.
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: ما که تاسو ته په راوړې لارښوونه او خير له تاسو د کومې بدلې او مزدورۍ غوښتنه کړې وي د شتون په صورت کې، هغه دې تاسو لره وي، زما بدله يوازې پر يو الله ده، او هغه پاک ذات پر هرڅه شاهد دی، او هغه د دې خبرې شاهدي ورکوي چې ما تاسو ته رسونه وکړه، او ستاسو پر کړنو شاهدي ورکوي، نو بشپړه جزا به يې درکړي.
ای رسوله! ووایه: له شک پرته پالونکی مې حق پر باطل ځواکمنوي نو باطل له منځه وړي، او هغه پر پټو ډېر ښه پوه دی، له هغه څخه نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې هيڅ شی هم پټ نه دي او نه له هغه د خپلو بندګانو کړنې پټې دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التقليد الأعمى للآباء صارف عن الهداية.
د پلرونو ړنده پيروي له لارښوونې ګرځوونکې ده.
• التفكُّر مع التجرد من الهوى وسيلة للوصول إلى القرار الصحيح، والفكر الصائب.
له هوس خالي فکر کول صحيح پرېکړې او سم فکر لوري ته د رسېدو لاره ده.
• الداعية إلى الله لا ينتظر الأجر من الناس، وإنما ينتظره من رب الناس.
د الله لوري ته بلونکی له خلکو څخه د بدلې انتظار نه کوي او هغه يوازې د خلکو له پالونکي څخه دبدلې انتظار کوي.