او که چېرې مونږ د دوی پر کرهنو او ګیاوو باد راولېږو چې برباد یې کړي پرې، نو دوی خپل کښتونه تک زیړ رنګي وویني پس له دې چې شنه وو، نو خامخا به دوی له دې لېدلو وروسته د الله تعالی په مخکینیو نعمتونو کفر کوي سره له زیاتوالي د نعمتونو.
ای خلکو! الله هغه ذات دی چې تاسو یې له سپکو اوبو پېدا کړي یاست، بیا یې د ماشومتوب له کمزورتیا وروسته د سړیتوب قوت درکړ، بیا د سړیتوب د قوت وروسته بوډاوالی کمزوري کړئ، الله چې څه وغواړي له کمزورتیا او قوت څخه پېدا کوي یې، او هغه په هر څه پوهه دی، هېڅ هم ترې پټ نه دي، ځواکمن دی چې هېڅ یې نشي کمزوری کولی.
نو په کومه ورځ چې الله تعالی مخلوقات د حساب او بدلې لپاره پاڅوي، ظالمانو ته به هغه عذرونه چې جوړوي هېڅ ګټه ونه رسوي، او نه به له دوی څخه په توبه ویستلو او الله ته په ورګرځېدلو د هغه رضا کول وغوښتل شي؛ ځکه چې وخت به یې تېر شوی وي.